د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د سپین پوستو افراطيانو په مظاهره کې تاوتریخوالی وغنده


د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د سپین پوستو افراطي امریکایانو په مظاهره کې خشونت او تاوتریخوالي په کلکه وغندل.

په دغه تاوتریخوالي کې درې تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۹ نور ژوبل دي، مظاهره د شنبې په ورځ ( اګست ۱۲) وشوې.

ولسمشر ټرمپ وویل"موږ د ویرجنیا په شارلېټسویل کې وحشتناکه پېښه په دقت څارو. موږ دکرکې، تعصب، فضیحت او څو اړخیز تشدد دغه ناوړه پېښه په ډیرو قوي الفاظو محکوموو. دغه پېښه زموږ په هېواد کې له ډیر پخواراهیسې روانه ده، او په امریکا ځای نلري."

ښاغلي ټرمپ د مړه شویو او ژوبل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي هم وښوده او زیاته کړه چې دا پېښه نه یوازې د هغه او بارک اوباما په وخت کې کیږي، بلکه له ډیر پخوا راهیسې روانه ده. ولسمشر ټرمپ په دغه ښار کې د قانون د ژرترژره حاکمیت د بیرته اعادې لپاره غږ وکړ.

دغلته یو هېلیکوپټرهم ټکر کړیدی او پولیس وايي دا پېښه هم له مظاهره کوونکیو سره تړاو لري. دویرجینیا والی ټیري مکالف وویل د ښي اړخ مظآهره چیان چی د وطن پالنی ادعا کوي، و‍طن پالونکي ندي.

هغه وویل "زه سپین پوستو تفوق غوښتونکیو او د نازي نظر پلویانو ته چې شارلېټسویل ته راغلي دي یو پیغام ورکوم: ځي کورته ولاړشئ! تاسې د ویرجینیا په دې ستر کامنوېلټ کې څوک نه غواړي، شرم وکړئ".

سپین پوستو افراطي امریکایانو د حکومت د هغې پرېکړې ضد مظاهرې ته را وتلي وو چې غواړي په دغه ښار کې د یو پخواني امریکايي جنرال مجسمه لېرې کړي. دغه جنرال د امریکا په کورنیو جنګونو کې د غلامۍ پلوي و.

ځینو نور خلک بیا د دغو سپین پوستو په ضد مظاهرې ته راووتل چې بلاخره لانجه جوړه شوه. یو سپین پوستي مظاهره کوونکي پر خپلو مخالفانو موټر وخېژوه.

سپین پوستو مظاهره چېانو زغرې اغوستې وې او ډالونه هم ورسره وو. دهغوی پرضد مظاهره کوونکی هم په همدی توگه سنبال راغلي وو. پولیس وايی د موټر چلوونکی ېې نیولی دی.

شل کلن جیمز الیکس فیلډ جونیر داوهایو دایالت دی. هغه د دویمه درجه قتل په تور نیول شویدی. د متحدو ایالتونو فدرالي اداره اف بې آی، دعدلیې وزارت د مدني حقوقو څانګه او دعدلېې دوزیر دفتر د موټر د خونړۍ پېښې په اړه د مدني حقوقو تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG