د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان صادراتو ته دې نورې لارې وموندل شي - سوداګر 


په کابل کې د خصوصي شرکتونو په نوښت سوداګریز نندارتون چې نږدې ۱۰۰ مېرمنو هم ونډه پکې لرله، طالبانو ته په یو شمېر وړاندیزونو پای ته ورسېد.

دغه نندارتون چې د دارالامان په ماڼۍ کې جوړشوی و، نږدې ۲۵۰ شرکتونو خپل کورني تولیدات او محصولات نندارې ته په کې وړاندي کړل.

د دغه نندارتون ګډونوال سوداګر که څه هم دا ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ښه ګڼي، خو له طالبانو غواړي چې پر هغو بهرنیو تولیداتو بندیز ولګوي او یا ورباندې محصول لوړ کړي چې افغانستان یې په کور دننه تولیدوي.

د نندارتون ګډونوال حاجي زرملوک وویل: "زه اطمینان درکوم چې زموږ په څېر ورته کارخونې به مخ پر وړاندې ځي. زموږ هیله له اسلامي امارت څخه دا ده چې خارجي توکي یا بند او یا دي مالیات او محصول دومره پرې لوړ کړي چې په اسانۍ دلته رانشي."

په دغه نندارتون کې نژدې ۱۰۰ښځینه سوداګرو هم په خپلو شرکتونو کې تولید کړي توکي نندارې ته وړاندې کړل. دغه مېرمني وايي چې د نندارتونونو په مرسته کولای شي چې د دوی په زحمت تولید شوي توکي په اسانۍ تر خلکو ورسیږي.

د نندارتون ګډونوالې میترا ضیا وویل: "مهمه خبره دا ده چې موږ د دغسي نندارتونو په مرسته کولای شو خپل توکي تر خپلو خلکو ورسوو. زما په نظر تر مادي ګټې موږ ته په معنوي لحاظ دا نندارتون زیات ارزښت لري او له طالبانو غواړو چې د مېرمنو لپاره د کارونو چاري ګړندۍ کړي."

د دغه نندارتون جوړوونکي وايي چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه به دا ډول نور پروګرامونه هم د اړوندو ادارو او سوداګرو په مرسته ترتیب کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي د افغانستان اوسنی اقتصادي وضعیت ناوړه ګڼي، خو د دا ډول نندارتونونو جوړېدل او پکې د ښځینه سوداګرو ګډون د وضعیت د ښه کېدو پر لور ګام بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی سېلاب سمندر وايي: "دا د اقتصادي ودي لپاره خاصتاً د مېرمنو لپاره ښه دي، هغه که د شخصي انجوګانو لخوا جوړیږي که د سوداګرو لخوا. زما په نظر دغسي نندارتونونه کولای شي چې د ښځو د ناوړه اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یو ملاتړ شي."

که څه هم په کور دننه ورته نندارتونونه تر ډېره د افغان سوداګرو په مالي مرسته جوړیږي، خو بلخوا افغان سوداګرو تل له طالبانو غوښتي چې د دوی د صادراتو لپاره د سیمي او نړۍ بازارونو ته د اسانه رسېدو لاره جوړه او پر صادراتو د مالیو کچه را ټیټه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG