د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: له شپږم پورته د نجونو ښوونځي ژر پرانیزئ


د جون ۱۴په افغانستان کې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو ۱۰۰۰ ورځې پوه شوې
د جون ۱۴په افغانستان کې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندیدو ۱۰۰۰ ورځې پوه شوې

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې زده‌کړه جرم نه دی او طالبان دې سمدستي له ښپږم ټولګي‌ څخه پورته د ټولو ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

د بخښنې نړیوال سازمان تیره ورځ ناوخته د جون ۱۴ (غبرګولي ۲۵) په خپل اکس پاڼه کې لیکلي چې له زرو ورځو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زده‌کړو له حقه محرومې دي.

دغه سازمان ویلي: "د طالبانو تبعیضي او غیر عادلانه پالیسو له امله چې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده له زرو ورځو راهیسې افغان نجونې د زده‌کړو له حقه بې‌برخې شوي او له ښوونځیو ایستل شوي‌ دي."

د طالبانو حکومت د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنې ته په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي،‌ خو له دې وړاندې یې تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړل موقتي دي او د پوهنې په سکتور کې د اصلاحاتو له راوستلو وروسته به ټول ښوونځي بیرته پرانیستل شي.

خو د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده پرته له دې چې د نجونو د زده‌کړې یادونه وکړي په خپل اختریز پیغام کې ویلي‌ چې په افغانستان کې د بیا واک له ترلاسه کولو وروسته د دغه هیواد د ټولو وګړو شرعي‌ حقونه تامین او خوندي شوي‌ دي.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې د تیرو کلونو په څیر په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار مسلو ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

په همدې حال کې تیره ورځ د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ښځو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو څخه د ملاتړ لپاره د ۱.۵ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.

ملالې یوسفزۍ ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي‌ پورته د ښوونځیو له تړل کیدو د ۱۰۰۰ ورځو په تیریدلو سره لا هم افغان نجونې د ناخوالو په وړاندې مبارزه کوي،‌ په پټه زده‌کړې کوي‌ او طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د دوی حقونه له پامه وغورځوي.

هغې ټینګار وکړ چې افغان نجونې باید په دغې مبارزې کې یوازې پرنښودل شي ځکه چې د هغې په وینا دوی د ملاتړ او ورسره د پیوستون مستحقې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول. که څه هم د طالبانو حکومت دا بندیز موقت بولي خو د کابو دریو کلونو په تیریدلو سره لا هم په دغې ډله کې د یادو بندیزونو د لرې کولو اراده نه لیدل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG