د لاس رسي وړ اتصالات

 مالیزیا پخوانی صدراعظم د دولتي ‌شتمنۍ د لوټ تالان په تور محکوم شو 


پر ښاغلي رزق د اختلاس او مالي فساد ۴۲ تورونه دي
پر ښاغلي رزق د اختلاس او مالي فساد ۴۲ تورونه دي

په مالیزیا کې یوې محکمې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم نجیب رزاق د دولتي شتمنیو په لوټ تالان او د مالي فساد په نورو قضیو کې د ښکېلتیا له کبله محکوم کړی دی.

پر رزاق تور دی چې د خپل حاکمیت په وخت کې یې له قدرت څخه ناوړه ګټه اخیستې، د خلکو باور او اعتماد یې زیانمن کړی او ناقانونه پېسې یې سپېنې او قانوني کړې دي.

څارنوالانو محکمې ته وویل چې مخکني صدراعظم د مالیزیا د ستراتیژیکې پراختیا له ادارې څخه په غیر قانوني توګه لس میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

دغه سیاستوال د هر تور په بدل کې د ۲۰ کلونو بند له سزا سره مخامخ دی، خو ده ویلي چې د محکمې د پرېکړې پر ضد به اعتراض وکړي.

رزاق ادعا کوي چې د مالیزیا د مالیې پخواني وزیر او ځینو نورو چارواکو ورته ویلي وو چې د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ یوه غړي د هغه شخصي بانکي حساب ته پېسې استولي دي.

پر رزاق همدغه راز د اختلاس ۴۲ نور تورونه هم لګول شوي دي. ده په ۲۰۰۹ کې د اقتصادي پرمختګ لپاره یوه ټولنه جوړه کړې او اوس تورن دی چې له دغې لارې یې په غیرقانوني ډول ډېرې پېسې ګټلي دي.

امریکايي پلټونکي وايي چې دا پېسې د هوټلونو، مفشونو وسایلو او د سرو زرو په اخیستلو لګول شوي دي. د پلټونکو په باور د رزاق په شخصي بانکي حساب کې شاوخوا یو میلیارد ډالر شته.

د مالیزیا د دغه پخواني صدراعظم مېرمن روزمه منصور هم په فساد او درغلیو تورنه شوې ده. د هغوی پر کور له چاپې وهلو وروسته حکومت ۲۷۰ میلیون ډالر او نور قیمتي وسایل ترلاسه کړي دي.

همدارنګه، د مهاتیر محمد په مشرۍ د مالیزیا حکومت د رزاق په ضد حقوقي دعوه پیل کړې ده.

XS
SM
MD
LG