د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د متحده ایالاتو سره خبرو اترو کولو ته چمتو دي خو زیاتوي چې دا مذاکرات باید د "حد اکثر" فشار لاندې ونشي.
عباس عراقچي شنبه فبروري اتمه ( سلواغې ۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو لیرې کیدل مذاکراتو ته اړتیا لري او زیاتوي چې دا مذاکرات د "اعظمي فشار پالیسۍ"له مخې نشي کیدی ځکه د هغه په قول دا به خبرې اترې نه بلکې د "تسلیمیدو یوه بڼه" وي.
د ایران دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د روانې فبروري میاشتې په څلورمې نیټې وویل چې پلان لري د ایران پر ضد د "حد اکثر فشار" پالیسي د سره غوره کړي.
ښاغلي ټرمپ په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د بیا لګولو په هدف د یو یاداښت لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل چې دا کار د هغو شکونو له وجې کوي چې ایران کوښښ کوي اتومي وسلې جوړې کړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ښایي لدې پالیسۍ ډیر لږ کار واخیستل شي.
د جمهور رئیس ټرمپ یو سلاکار ویلي چې د لاسلیک شوي یاداښت له مخې د متحده ایالاتو ټولو وزارتونو ته امر کیږي د ایران اتومي فعالیتونو اړوند پدې هیواد د اقتصادي بندیزونو طرحې جوړې کړي.
دې سلاکار ویلي چې دا اقدام به د متحده ایالاتو جمهور رئیس ته ټول امکانات په لاس ورکړی چې پرې نږدې ایران یو "مضر عنصر" شي.
د یاداښت تر لاسلیک کولو پر مهال د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې هیله مند دی لدې اقدام څخه د ایران پر ضد ډیر لږ کار واخلي ځکه د هغه په قول دا به د ایران لپاره ډیر سخت وي.
ټرمپ زیاته کړه، " ټول زما غواړي چې لاسلیک یې کړم. زه به یې لاسلیک کړم. دا په ایران ډیره سخته ده. هیله مند یم چې ډیر کار به ترې وانخلم. زه ناخوښ یم چې دا کار کوم خو په واقعیت کې زه ډیره چاره نلرم ځکه چې مونږ باید قوي اوسو".
د ایران روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي همې د حکومت څخه غوښتي چې د متحده ایالاتو سره خبرې اترې ونکړي او ټینګار یې کړی چې دا ډول دریځ لرل به "بې باکي" وي او زیاته یې کړه چې د واشنګټن سره خبرې اترې د تهران ستونزه نه حل کوي.
په تهران کې هوايي ځواکونو ته په وینا کې، خامنهيي که څه هم یادونه وکړه چې "له داسې یو حکومت سره باید خبرې ونشي" خو له واشنګټن سره یې د تعامل د بندولو مستقیم امر ونکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته په اشارې سره وویل چې نه غواړي د داسې یو هیواد سره خبرې اترې وکړي چې له یوې خوا مذاکرات کوي او په عین حال کې بندیزونه لګوي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس د خپل واک په لومړۍ دورې کې هم د ایران په هکله همداسې یوه پالیسي درلوده. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوې نړیوالې موافقې څخه چې په ایران د اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې دې هیواد د اتومي فعالیتونو کموالي ژمنه کړې وه، په یو اړخیزه توګه امریکا وایسته او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.
فورم \ دبحث خونه