د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې په تازه جګړو کې لږ تر لږه '۹۰ تنه وژل' شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو له ملاتړه برخمنو ځواکونو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر شپږمه (وږي۱۵) وویل چې په سوریې کې د ترکیې له ملاتړه د برخمنو ځواکونو سره په خونړۍ جګړې کې دخېل شوي دي.

د ترکیې له ملاتړه برخمنو ځواکونو ویلي ‌دي چې د سوریې په یو عرب مېشت ایالت کې د سلګونو کسانو تر وژل کېدو وروسته یې په روانو جګړو کې مداخله کړې ده.

له تېرو شاوخوا څو ورځو راهېسې د سوریې د دیرالزور په ایالت کې جګړې روانې دي چې تر دې دمه په کې شاوخوا ۹۰ تنه وژل شوي او داسې اندېښنې شته چې ممکن دا جګړې زیاتې شي، ځکه چې په دې کې جهادي ډلې او نړیوال قدرتونه هم حضور لري.

نوې جګړې، چې د ترکیې له ملاتړه برخمن ځواکونه په کې دخیل دي، له هغه څو ساعته وروسته پيل شوې چې د امریکا له ملاتړه د سوریې دموکراتیک ځواکونو د سوریې په ختیځ کې خپل پوځي‌ عملیات تمام اعلان کړل.

دا جګړې له هغه وروسته پیل شوې چې د سوريې دموکراتیک ځواکونو د دیرالزور د پوځي شورا مشر احمد الخبیل ونیوه. دغه ځواکونه د الخبیل ځواکونه د سوریې د حکومت په ملاتړ، نشه يي توکو په قاچاقو او ناسم مدیریت تورنوي چې په وینا یې له کبله یې د داعش ډلې فعالیتونه زیات شوي دي.

د سوریې دموکراتیک ځواکونو په ۲۰۱۹ کې د داعش د تش په نوم خلافت په ړنګولو کې مهم رول ولوبوه.

په بریتانیا کې مېشته د سوریې د بشري حقونو ډله وايي چې د الخبیل جنګیالیو په څو ښارونو او کلیو کې د سوریې په دموکراتیک ځواکونو باندې بریدونه کړي.

په تېرو دریو ورځو کې د ترکیې ملاتړو ځواکونو د سوریې د دموکراتیک ځواکونو په خلاف د جنګېدونکو عربو جنګیالیو ننګه کړې او خپل بریدونه یې زیات کړي دي.

د ترکیې ځواکونه او د هغوی نیابتي ډلې د سوریې د سرحد په ځینو برخو کنترول لري.

د سوریې د بشري حقونو ډلې مشر رامي ‌عبدالرحمن وویل: «په دغو جګړو کې د ترکیې له ملاتړه برخمن اته جنګیالي وژل شوي او ۱۳ ژوبل دي. د دغو جګړو له کبله لسګونه کسانو خپل کورونه پرېښي دي.»

د بشري حقونو دا ډله وايي چې په جګړو کې اکثریت وژل شوي جنګیالي دي خو په قربانیانو کې لږ تر لږه نهه ولسي خلک هم شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG