د لاس رسي وړ اتصالات

په بلوچستان کې وسله‌والو اوه کارګران وژلي او ۲۰ نور یې ژوندي تښتولي


پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې اتم) وویل چې د بلوچستان ایالت په پنجګور او موسی‌خیل سیمو کې شکمنو تندلارو د شنبې په شپه په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه اوه کارګران وژلي او ۲۰ نور یې ژوندي‌ له ځان سره بیولي‌ دي.

د سیمې پولیس وايي‌ چې پر موټرسایکلونو سپرو وسله والو کسانو په نیمه شپه د پنجګور ولسوالۍ کې پر یو کور برید وکړ او د کورنۍ پر غړو باندې یې زهر وشیندل او له سیمې وتښتېدل. په دې برید کې یو کس ټپي‌ شوی او د پولیسو په وینا د پېښې ټول قربانیان د پنجاب ایالت له لویدیځ څخه د کار لپاره راغلي‌ کارګران دي.

همدا شان د یکشنبې ورځې په سهار یو شمیر وسله‌والو کسانو په موسی‌خیلو سیمه کې د تیل او ګازو پر یو شرکت برید وکړ.

په سیمه کې د پولیسو یو کمیشنر دیرج کالرا امریکا غږ ته وویل چې وسله‌والو په دغه شرکت کې ډزې کړي‌ او تجهیزات یې وران کړي دي او ۲۰ کارګر یې له ځان سره بیولي‌ دي. هغه وویل چې د ۲۰ تښتول شویو کسانو د بېرته موندلو لپاره عملیات پیل شوي‌ دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو دوو پېښو مسولیت نه دی منلی.

د پاکستان د صدراعظم دفتر وايي چې شهباز شریف د تاوتریخوالي‌ دا پېښې غندلې دي او ایالتي‌ چارواکو ته یې امر کړی چې د محاکمې میز ته د پېښې د عاملینود راوستلو لپاره خپلې ټولې ممکنه هڅې وکړي.

تېره میاشت هم تندلارو په موسی‌خیلو کې ۲۳ پنجابي‌ مسافر ووژل. وسله‌والو دغه شمیر کسان پر یوې لویې لارې د سفر پر مهال له موټرو کوز او په ډزو ووژل.

د بلوڅ بیلتون پالو ځواکونو چې په پاکستان کې یو غیر قانوني غورځنګ دی تېره میاشت د دې او یو شمیر نورو بریدونو مسولیت په غاړه واخیست، چې په کې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي و.

د بلوچستان په بیوزله خو د طبیعي‌ زیرمو له پلوه شتمن ایالت کې له شاوخوا درې کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د بلوڅ بیلتون پالو ځواکونو په ګډون د بلوڅو یو شمېر قومي ډلې د پاکستان حکومت له دغو طبیعي زیرمو څخه په ناجایزې استفادې تورنوي او ادعا کوي‌ چې د بلوچستان تر بشپړې ازادۍ پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

پاکستاني‌ چارواکو دا تورونه رد کړي‌ دي او وايي چې تندلاري د سیمې د اقتصادي‌ پراخیتا د مخنیوي لپاره فعالیت کوي.

د بلوچستان ایالت له افغانستان او ایران سره پر پوله پروت دی او چین غواړي چې په دغه ایالت کې لویې زیربنايي پروژې عملي‌ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG