د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ د کډوالو لپاره د پنا اخیستو حقونه ځنډوي


د پولینډ او بیلاروس تر منځ ګډ سرحد.
د پولینډ او بیلاروس تر منځ ګډ سرحد.

د پولنډ حکومت ویلي چې په موقتي توګه پدې هیواد کې د پنا اخیستو حقونه پدې خاطر ځنډوي چې بیلاروس او روسیه ترې ناوړه ګټه اخلي.

د دې هیواد صدراعظم ډونالډ ټسک شنبه اکټوبر ۱۲ ( تلې ۲۱مه) ویلي چې د غیر قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید چې دولت سل په سلو کې د هغو کسانو کنټرول په لاس کې ولري چې دې هیواد ته د راتګ یا وتلو پلان لري.

د پولنډ مشر پدې هکله نور جزیات ورنکړل چې دا پریکړه یې ولې کړې خو په اعلامیې کې یې یوازې همدومره ویلي چې د ائتلافي حکومت یوه برخه یې غواړي چې پدې هیواد کې غیر قانوني کډوالي نشت ته راښکته کاندي.

ټاکل شوې چې حکومت خپله پریکړه د همدې راتلونکې سه شنبې په ورځ کابینې ته د منظورۍ لپاره وړاندې کړي.

پولنډ چې په ختیځ کې د روسیې او بیلاروس سره ګډه پوله لري، د ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې د کډوالۍ د فشار سره لاس او ګریوان دی.

دې هیواد پخپلو دواړو ګاونډیانو تور لګولی چې د منځني ختیځ او افریقا لویې وچې څخه کډوال هڅوي چې د همدې هیواد له لارې اروپا ته ولاړ شي او دا تور هم پرې لګوي چې دا کار د لویدیځ د ناامنه کولو لپاره کوي.

د پولنډ صدراعظم وویل چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین، د بیلاروس جمهور رئیس الکزاندر لوکاشینکو، قاچاقبران، انساني قاچاقبران او نورې ډلې د پنا غوښتنې د حقونو څخه ناوړه ګټه اخلي.

په پولنډ کې مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد صدراعظم به د خپلې پریکړې د منل کیدو لپاره د اروپایي اتحادیې څخه د منظورۍ غوښتنه وکړي.

تر دې وړاندې د پولینډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې د ویزې اخیستو قوانین هم سختوي ځکه په پلټنو کې څرګنده شوې وه د پخواني حکومت پر وخت خلکو د پیسو په بدل کې ویزې تر لاسه کولې او هغوي چې دې هیواد ته د راتګ لپاره یې ویزې اخیستې، جرمي سابقه یې په سمه توګه نه کتل کیده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG