د لاس رسي وړ اتصالات

منظور پشتين: پښتانه ترهګر نه، د ترهګرۍ ښکار دي


منظور پشتین د خيبر په باړه کې د پښتنو د بېلا بېلوقومونو د مشرانو او ځايي اوسیدونکو یوې غونډې ته په وينا کې وويل چې د پښتنو غميزه او پر هغوی شوي ظلمونه تر اوسه چا په مستند ډول نه دي راغونډ کړي.
منظور پشتین د خيبر په باړه کې د پښتنو د بېلا بېلوقومونو د مشرانو او ځايي اوسیدونکو یوې غونډې ته په وينا کې وويل چې د پښتنو غميزه او پر هغوی شوي ظلمونه تر اوسه چا په مستند ډول نه دي راغونډ کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ويلي چې پښتانه ترهګر نه بلکې د ترهګرۍ ښکار ولس دی او له يوې لويې غميزې تېرېږي.

نوموړي د سپټمبر پر شپږمه (وږی ۱۶) د خيبر په باړه کې د پښتنو د بېلا بېلو ټبرونو د مشرانو او ځايي ولس غونډې ته په وينا کې وويل چې د پښتنو غميزه او پر هغوی شوي ظلمونه تر اوسه چا په مستند ډول راغونډ نه کړل.

نوموړي زياته کړه: "موږ دعوه کوو چې ۸۰،۰۰۰ پښتانه شهيدان شوي دي. که نن د دنيا يو عدالت يا يوې ادارې تا ته وويل چې د دې ۸۰،۰۰۰ کسانو ليست راوړه، ته خو ډېر مظلوم يې، چې زه يې انصاف درکړم، نو ستاسو سره ليست شته؟ نه شته."

پشتين دا خبرې تر هغه وروسته د غونډې ګډونوالو ته وکړې، چې ټاکل شوې پي ټي اېم د روان ۲۰۲۴م کال د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر کې "د پښتنو قامي عدالت" په نامه يوه لويه جرګه جوړه کړي.

نوموړي زياته کړه: "پښتنو ټول عمر د پيرنګي او پنجابي په کتابونو کې خپل وطن، تاريخ او نور شيان کتلي دي... کله يې هم خپل بنيادونه جوړ نه کړل، چې خپل معلومات، خپل علوم او خپلې خبرې د ژونديو قامونو په شان خپله راټولې کړي. که پښتانه خپل بنيادونه خپل جوړ کړي نو همهغه د ده ثبوت هم دی او همهغه د ده دليل هم دی، همهغه دنيا ته د خپل مظلوميت د ثابتولو تر ټولو لوی الات هم دي."

پشتین زیاته کړه چې د پښتنو په اړه یې د معلوماتو راغونډولو لپاره په ټولو سیمو کې بیلابیلې ډلې جوړې کړي دي او د هغوی له خوا راټول شوي معلومات به د جرګې له ګډونوالو سره شریک شي.

د نوموړي په خبره، د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې جرګه به په يو لوی ميدان کې کېږي چې ۳۰ يا ۴۰ زره کسان پکې ځايېږي او هلته به پر لوی سکرين باندې پر پښتنو شوي ظلمونه، ستونزې او د هغوی وسايل ورته وړاندې کوي. "د پښتنو ټوله غميزه، د هغوی د مړيو، د ګوډو، د معذورو، د زخميانو، د ورکو خلکو، د وسايلو، د لارو بندولو، د تجارت تباهي، پر ځمکې قبضې، پر وسايلو قبضې، د شناختي کارډ مسايل او داسې نورې مسلې او معلومات به په کره توګه له کلي کلي راټولوو او بيا به يې دلته پر سکرين ښکاره کوو."

دا تر هغه وروسته ده چې پشتين د جولای پر ۱۲مه (چنګاښ ۲۲) د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د پي ټي اېم مخکښ او ولسي شاعر ګيله من وزير د جنازې د مراسمو لپاره ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې د جرګې وربللو اعلان کړی وو.

نوموړي زياته کړې وه: "پر ۱۱م اکتوبر به د پښتنو قامي عدالت لګوو. ټول پښتون ولس ته به، د ټول پښتون ولس نماينده خلکو ته به، د ملنګ په شان به کلي کلي ته ننوځم او هغوی ته به په خپلو لاسونو دعوت ورکوم، جولۍ به ورته اچوم چې قام غرقيږي، راووځئ".

د پشتين په مشرۍ نماينده پلاوي هغې جرګې ته د بلنې لپاره په پاکستان کې د بېلا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو تر څنګ له يو شمېر نورو کسانو سره هم ليدل کتل پيل کړي او هغوی ته د ۱۱م اکتوبر په جرګه کې د ګډون بلنې ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د نماينده پلاوي يو غړي زکيم وزير د اګست پر ۱۹مه پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د منظور پشتين په مشرۍ ۳۰ کسيزه کمېټه "کلي په کلي او کور په کور" ګرځي او ولس ته د جرګې بلنې ورکوي.

نوموړي زياته کړې: "د اکتوبر پر ۱۱مه به د وطن يو نوی سياست، د پښتنو يووالی او ملي فکر جوړېږي او پر دې خاوره به نور استعمار، جنګ، کډوالۍ، بې روزګارۍ او داسې نورو ستونزو ته د حل لاره جوړېږي. ۱۱م اکتوبر به پښتانه ملي يووالي او پر خپله خاوره خپل اختيار ته بيايي."

څېړونکی او ښوونکی ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي چې که د پي ټي اېم له پلان سره سم همداسې جرګه وشي نو دا به په ۲۱مه پېړۍ کې د پښتنو تر ټولو لويه جرګه وي. "له پښتنو سره چې د ۲۰مې پېړۍ په وروستۍ نيمايي او په روانه ۲۱مې پېړۍ کې څومره ظلم، جبر او ناروا شوي دي، په هغه پيمانه باندې دا ظلمونو دوی منظم کړي نه دي. نو چې دا ځل ټول پښتانه، د هر ګوند، د هر فکر، د هر نظر، او د هر ټبر او قبيلې پښتانه دا شی احساس هم کړي او بيا د دې د عملي کولو لپاره ژمن هم شي نو اغېز به يې زيات وي."

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم د پښتنو وړې او لويې جرګې شوې دي. دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګه به پښتنو ته د ورپېښو ستونزو په هوارولو کې څومره اغېزناکه ثابته شي؟ منظور پشتين وايي چې دا جرګه به له نورو بېله وي: "دا ځل موږ يو فرق درته ښيو. د جرګې دا معنا نه ده چې اعلاميه جاري کړي. د پښتون روايت دی چې جرګه فيصله کوي چې [دا ځل به] موږ هم دا کوو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG