د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویم) وویل چې د متحدو ایالتونو او اوکراین ترمنځ قوي روابط د ټولې نړۍ په ګټه دي.
زیلینسکي وایي چې د اوکراین او روسیې لپاره د متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي کیت کیلاګ سره یې د جګړې د میدان د وضعیت، د جنګي اسیرانو د راستنولو په څرنګوالي او د جګړې د ختمېدو په صورت کې د اوکراین د امنیتي ضمانتونو په اړه «رغنده ملاقات» کړی دی.
مخکې زیلینسکي انتقاد کړی و چې ولې په سعودي عربستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ ملاقات کې کیف ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د متحدو ایالتونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو مارکو روبیو او سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ په ریاض کې خبرې وکړې او توافق یې وکړ چې د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره مذاکره کوونکې ډلې معرفي کړي.
زیلیسنکي ادعا وکړه چې ټرمپ د روسیی تر «نفوذ» لاندې دی. ټرمپ بیا زیلیسنکي «یو دکتاتور چې انتخابات نه غواړي» وباله او هغه یې د جګړې د پیل مسول وګاڼه.
کیلاګ ویلي دي چې کیف ته یې د سفر هدف د اوکراین د مقاماتو د نظرونو اورېدل او ټرمپ ته یې د هغوی رسول دي.
اوکراین اندېښنه لري چې ټرمپ د جګړې د ختمولو لپاره د مسکو د «مطلوبو شرایطو» په لوري روان دی. خو د ټرمپ مرستیال جي ډي وینس وویل چې ولسمشر ټرمپ غواړي په اوکراین کې وژنې او وینې تویدل بند شي او «سوله د امریکا د خلکو له ګټو سره نغښتې» ده.
وینس وویل چې په ریاض کې د امریکا او روسیې ترمنځ له ملاقات وروسته «موږ د سولې په درشل کې» یو.
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت مشاور مایکل والتز ویلي وو چې په متحدو ایالتونو باندې د اوکراین انتقادونه «د منلو نه» دي.
هغه له زیلینسکي څخه غوښتي وو چې خپله لهجه نرمه وساتي او د منرالونو معامله دې له امریکا سره لاسلیک کړي.
والتز د فاکس له خبري شبکې سره په مرکې کې وویل چې د دې ټولو مسائیلو شاهدان دي او «هغوی باید خپله لهجه نرمه او د هغې معاملې امضا دقیقه وارزوي».
د والتز اشاره هغه وړاندیز ته وه چې په اساس یې متحده ایالتونه د اوکراین طبعي سرچېنو ته لاسرسي پیدا کوي او په بدل کې به یې د امریکا مرستې ترلاسه کړي.
امریکايي مقامات وايي چې د مسکو او کیف ترمنځ د جګړې د ختمېدو په توافق کې به دخېل وي او باید د سولې د ترلاسه کولو لپاره امتیازات په پام کې ونیول شي.
فورم \ دبحث خونه