د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان یو امریکايي وګړی اعدام کړ


د سعودي عربستان حکومت د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۶ (زمری۲۵) یو امریکايي تبعه د خپل پلار د قتل په تور اعدام کړ.

د «سعودي پرس» د راپور په حواله بیشوی شریف ناجي نصیف په ریاض کې اعدام شوی.

د سعودي عربستان په حکومت باندې تل د اعدام د حکم د تطبیق له کبله انتقادونه کېږي. د بشري حقونو سازمانونه وايي چې دا ډول اعدامونه په اقتصادي او اجتماعي برخو کې د سعودي عربستان د اصلاحاتو اجنډا کمزورې کوي.

د محکمې د معلوماتو په اساس اعدام شوي کس خپل پلار له وهلو ټکولو وروسته وژلی او بیا یې بدن ټوټی ټوټې کړی و. هغه د نشې په حال کې د یو بل کس د وژلو په هڅې هم تورن شوی و.

په راپور کې ویل شوي نه دي چې ناجي نصیف څه ډول اعدام شوی دی، خو په تېر وخت کې په سعوي عربستان کې د سر په پرې کولو سره د اعدام حکم تطبیق شوی دی.

د امریکا متحدو ایالتونو د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. خو تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پتیل ويلي وو: «موږ د دغو راپورونو په اړه معلومات لرو او وضعیت څارو، خو په دې اړه مشخص معلومات نلرو.»
په اروپا کې د بشري حقونو لپاره د سعودي د سازمان او یوې بلې ټولنې د معلوماتو په اساس، په ۲۰۱۵ کال کې واک ته د شاه سلمان له رسېدو وروسته، په دغه هېواد کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي.

د روان کال د پيل راهېسې په سعودي عربستان کې ۹۱ تنه اعدام شوي دي. تېرکال په دغه هېواد کې ۱۴۷ تنه او وړم کال بیا ۶۹ تنه اعدام شوي و. د سعودي‌ عربسان ولیعهد محمد بن سلمان په وار وار دا خبره کړې ده چې هېواد یې د اعدام د حکم تطبق کې پام وړ کموالی راوستی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG