د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو مقام: ښځو ته د زده کړو حق ورکول کیږي، باید بیړه ونکړو


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې د زده کړو په ګډون د ښځو ټول شرعي حقوق ورکول کیږي او په دې کار کې باید بېړه ونه شي.

د طالبانو تر کنترول لاندې ملي ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ندیم ویلي، چې غربي هېوادونه د ښځو د زده کړو د حق د ځنډولو له موضوع څخه ناوړه ګټه پورته کوي.

هغه وويل چې د "ښځو د زده کړې" تر نامه لاندې د نړۍ هېوادونو ځانته "ښه عذر" موندلى، په داسې حال کې چې دوى د امنيت، اقتصاد او خلکو ته د عدالت په اړه څه نه شي ويلاى، ځکه د نديم په وينا، "هرڅه برابر دي."

هغه وويل: "دوى فقط یوه بهانه موندلې، چې د ښځو زده کړه ده، دلته د ښځو د زده کړې مسله مطرح نده، هغه غوښتنه چې نړيواله ټولنه یې لري موږ يې نه شو پوره کولاى، دا مقابله له اوږدې مودې روانه ده."

ندیم ادعا وکړه چې نړۍ د "افغانستان د تمدن او پرمختګ" تر نامه لاندې غواړي لکه څنګه چې په نورو غربي هیوادونو کې ښځې د لباس اغوستلو او له ظاهري پلوه تګ راتګ کوي د افغانستان دښځې هم هماغسې وي.

هغه وویل: "د افغانستان فرهنګ، عنعنات، دین او مذهب چې د ټولو مسلمانانو دین دی، دا نه ایجابوي او که خدای مه کړه موږ دا عمل ترسره کړو، د بهرنیانو فرملیشات مو پوره کړي. د افغانستان مسلمانان دا نه مني."

ندیم دا هم وویل چې د یوې مسلمانې خور هر حق چې "مالي حق دی، علمي حق دی، د عزت حق دی، ورکول یې یو مسؤلیت او مکلفیت دی، هغه څه چې الله تعالی په دین کې وایي، خواه مخواه یې ورکوو" خو موږ باید بیړه ونه کړو چې ولې دا کار نه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې ندا محمد ندیم د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اوونۍ کې د یو مکتوب په صادرولو سره د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو زده کړې وځنډولې.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تېر کال د جدي په میاشت کې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د منع کیدو یو لامل «بې حجابي» ده.

د هغه په وينا، "بې حجابي، له شرعي محرم پرته سفر کول، منکرات، د نجونو د ليليې فعاليت او د هلکانو او نجونو ګډ ټولګي" په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د تحصیل د ځنډ له لاملونو څخه دي.

ندیم له زده کړو څخه د افغان ښځو او نجونو د محرومولو په خاطر د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لست کې شامل شوی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت مقاماتو د اکست په ۲۱ (زمري ۳۰) په يو خبري کنفرانس کې وويل چې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو د بيا پيل لپاره کار روان دى.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو په خلکو، په ځانګړې توګه پر ښځو مخ په زیاتیدونکي محدودیتونه وضع کړي دي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو او په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښځو او نجونو د زده کړو منع کول او همداشان له څو سکتورونو پرته په دولتي ادارو او د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز، او برسیره پر دې حمام، تفریح ځایونو او د بند امیر په ګډون پارکونو، ورزشي لوبغالو او کلپونو ته د ښځو او نجونو په تللو بندیز او د ښځو د سینګار ځایونو تړل د هغو محدیتونو په اوږد لست کې شامل دي چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي دي.

نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو له حکومت څخه د نجونو او ښځو د زده کړو د بیا پیلولو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG