د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هغه وخت له عراق نه وځو چې د امریکا لگول شوې پیسې ورکړي


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې د ورځې په ماښام د فاکس تلویزیون سره په مرکه کې وویل، که عراق غواړي چې متحده ایالات له هغه هیواد نه ووځي، نو ټولې هغه پیسې دې امریکا ته ورکړي چې په عراق یې لگولي دي.

د امریکا جمهور رئیس وویل: "د هغوی (عراق) ٣٥ میلیارډ ډالر له مونږ سره په یو بانکي حساب کې دي. فکر کوم چې هغوی به ښایي دا ومني چې زمونږ لگښت ورکړي. پرته له دې نه به مونږ هلته پاتې یو".

اوسمهال شاوخوا ٥٢٠٠ امریکایي سرتیري په عراق کې میشت دي.

د جنورۍ په دریمه د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له وژنې وروسته د عراق پارلمان په یوه بیړنۍ غونډه کې له عراق نه د امریکایي ځواکونو د سمدستي ایستلو پریکړه وکړه.

د عراق د پارلمان غړو همداشان پریکړه وکړه چې د واشنگټن او بغداد ترمنځ موجود امنیتي تړون دې لغوه شي چې له مخې یې د داعش په وړاندې په مبارزه کې عراق کولای شي له امریکا نه مرسته وغواړي.

د عراق صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو وغوښتل چې د هغه هیواد نه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د ترتیباتو د نیولو په مقصد یو هیت عراق ته واستوي.

ددې غوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل د عراق سره د بیا ستراتیژیک مشارکت په اړه خبرو ته تیار دي، خو د هغه هیواد نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه به خبرې ونکړي.

ښاغلي پمپیو وویل په عراق کې د امریکایي ځواکونو د شتون هدف د محلي ځواکونو زده کړې او د داعش ډلې د ترهگرو پر وړاندې مبارزه ده.

جمهور رئیس ټرمپ پخوا پر عراق باندې د امریکا د ٢٠٠٣ کال یرغل "اشتباه" گڼلې وه او هغه هیواد ته یې د امریکایي ځواکونو په استولو انتقاد کړی و.

XS
SM
MD
LG