د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: تر څو پورې چې اوکراین کې د سولې توافق نه وي شوی، د سولې د ساتلو په اړه نه غږېږم


د امریکا ولسمشر د بریتانیا له صدراعظم سره په سپينې ماڼۍکې
د امریکا ولسمشر د بریتانیا له صدراعظم سره په سپينې ماڼۍکې

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب نهم) د بریتانیا صدراعظم کییر استارمر ته وویل تر څو پورې چې په اوکراین کې د سولې توافق نه وي شوی، نه غواړي هلته د سوله ساتي ‌ماموریت په اړه وغږېږي.

د بریتانیا صدراعظم ژمنه وکړه چې له ټولو اروپايي مشرانو سره به له نژدې کار وکړي او زیاته یې کړه چې بریتانیا چمتو ده خپل سوله ساتي ځواکونه له خپلو متحدینو سره یو ځای اوکراین ته واستوي.

خو ولسمشر ټرمپ په دې برخې کې د هېڅ ډول امنیتي ضمانت ژمنه ونه کړه. هغه وویل: «نه مې خوښیږي چې کوم تړون مو لاس ته نه وي راغلی د سولې د ساتلو په اړه وغږېږم. زما خوښېږي چې کارونه انجام کړم.»

ولسمشر ټرمپ اشاره وکړه چې د یوې معاملې په یا تړون په توګه به د متحدو ایالتونو حمایت برابر کړل شي، د دغې معاملې او تړون په اساس به امریکا ته اجازه ورکړل شي چې د اوکراین نادرو ځمکنیو سرچېنو ته لاره ومومي او دا به د هغو مرستو بدله وي، چې د مخکني ولسمشر جوبایډن حکومت له اوکراین سره کړې وې چې له روسیې سره وجنګېږي.

د بریتانیا صدراعظم وویل چې له ولسمشر ټرمپ سره د اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه یو تړون ته د رسېدو په اړه وغږېده. هغه زیاته کړه چې د جګړې ختمېدو په تړون کې به له کیف څخه د اروپا د سوله ساتي ځواک حمایت هم شامل وي.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته د هر ډول سوله ساتي ځواک استول رد کړي دي.

له ولسمشر ترمپ سره تر ملاقات وروسته استارمر وویل چې د سولې ټېنګښت «ستونزمن او عادلانه» دی، داسې سوله چې اوکراین به یې په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي او داسې ځواک به یې ملا وتړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرېنږدي بیا جګړې ته راستون شي.

د بریتانیا صدراعظم ټېنګار وکړ کوم تړون چې «یرغلګر ته امتیاز ورکوي»، سولې ته لار نه شي هوارولی.

هغه له ډونالډ ټرمپ سره په ګډ خبري‌ کنفرانس کې وویل: «موږ توافق وکړ چې تاریخ باید د سولې د رامنځ ته کوونکو ترڅنګ ولاړ وي، نه د یرغل.»

ټرمپ د اوکراین له موجودیت پرته له روسیې سره د مستقیمې مذاکرې د پیل کېدو ننګه وکړه او هغه یې «سلیم عقل» وباله. ټرمپ وویل: «که سوله غواړئ، باید دواړو خواو سره وغږېږئ.»

نوموړي ‌وویل چې له روسیې سره خبرې ډېرې ښې مخې ته تللې، خو خبرداری یې ورکړ چې د توافق لپاره کوچنی فرصت موجود دی.

ټرمپ زیاته کړه چې پوتین «په خپلې خبرې ولاړ دی» او که تړون وشي، بیا به په اوکراین برید نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې د لویدیځ نخبګان هڅه کوي د واشنګټن او مسکو ترمنځ نوې پیل شوې خبرې اترې ګډوډې وکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG