د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر په لندن کې شنبه مارچ اوله ( کب ۱۱) د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي ته په داسې حال کې تود ښه راغلاست ووایه چې یوه ورځ وړاندې په سپینې ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس او ښاغلي زیلینسکي ملاقات په لفظي شخړې بدل شو.
د ښاغلي زیلینسکي لپاره د بریتانیا د صدراعظم دفتر مخې ته ګڼ شمیر کسان هم راټول شوي و او د هغه لپاره یې لاسونه پړکول.
سټارمر زیلینسکي ته وویل، "هیله لرم چې په کوڅه کې به مو د لاسونو پړکا اورېدلي وي. دا د بریتانیا خلک دي تر څو تاسو ته وښیي چې هغوی څومره ستاسو ملاتړ کوي او زمونږ ټینګه اراده څرګندوي چې تاسو سره ولاړ یو."
ټاکل شوې چې ښاغلی زیلینسکي په بریتانیا کې د اروپایي هیوادونو مشرانو په غونډې کې هم برخه واخلي چې د اوکراین لپاره د سولې په پلان باندې پکې خبرې کیږي.
د بریتاینا مشر د اوکراین د مشر سره د خپل هیواد د ټینګ ملاتړ ژمنه وکړله او وې ویل، " مونږ تاسو او اوکراین سره هر څومره وخت چې ونیسي، ولاړ یو". ښاغلي زیلینسکي هم وویل چې د بریتانیا بشپړ ملاتړ ورسره دی.
د اوکراین مشر وویل چې د بریتانیا د صدراعظم سره یې "مهمې او تودې" خبرې وکړلې، د روسیې سره په خبرو کې د اوکراین دریځ په ټینګوالي او اعتباري امنیتي ضمانتونو تر لاسه کولو په هکله یې ورسره خبرې کړي.
ولادمیر زیلینسکي د ټیلګرام په شبکې کې لیکلي، " د خبرو په جریان کې مونږ د اوکراین او ټولې اروپا په مخکې ولاړو ستونزو باندې وغږیدو. په عادلانه توګه د اوکراین جګړې پای ته رسولو، د خپلو شریکانو سره همغږۍ او د اوکراین دریځ قوي کولو لپاره کوټلو ګامونو او د اعتبار وړ امنیتي ضمانتونو تر لاسه کولو باندې مو بحث وکړ".
په سپینې ماڼۍ کې د لفظي شخړې څخه وروسته د بریتانیې او فرانسې مشرانو ویلي چې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي سره یې په ټیلیفون کې خبرې کړي.
د فرانسې جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اوکراین مشر د متحده ایالاتو سره د خبرو بیرته ژوندۍ کولو لپاره چمتوالی ښودلی خو سپینې ماڼۍ تر اوسه پدې هکله څه ندي ویلي. د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون چې تیره اوونۍ یې په سپینې ماڼۍ کې د جمهور رئیس ټرمپ سره وکتل، تازه یې د بریتانیا د صدراعظم، د ناټو سر منشي او اروپایي اتحادیې د مشر سره هم خبرې کړي.
ټرمپ سره د لفظي شخړې څخه وروسته د اوکراین مشر د فاکس نیوز امریکایي تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې ګمان کوي د ټرمپ سره اړیکې یې جوړیدی شي او له خبرو یې ښکاریده چې یو څه پښیماني یې درلوده.
په عین حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سي ان ان تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې د اوکراین مشر باید بښنه وغواړي. خو بل پلو بیا د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشرانو له اوکراین څخه د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس ویلي دا څرګنده ده چې "ازاده نړۍ یو نوي مشر ته اړتیا لري."کالاس د ایکس په ټولنیزې شبکې لیکلي: "اوکراین اروپا ده! موږ د اوکراین تر څنګ ولاړ یو."
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم په ایکس کې لیکلي: "اوکراین کولی شي په جرمني او اروپا باندې تکیه وکړي" او د هسپانیا صدراعظم پیډرو سانچیز ویلي "اوکراین! اسپانیه له تاسو سره ولاړه ده."
همداشان د پولنډ صدراغظم ډونالډ ټسک د ایکس په ټولنیزې شبکې لیکلي "ګرانه زیلینسکي، ګرانو اوکرایني ملګرو تاسې یوازې نه یاست".
ها خوا د سپینې ماڼۍ یو لوړ پوړي چارواکي ویلي چې جمهور رئیس ټرمپ په اوس وخت کې لیوال ندی چې د اوکراین سره د معدني موادو موافقې باندې خبرې وکړي.
فورم \ دبحث خونه