وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیدنه په ناندرۍ بدله شوه او ټرمپ، زیلینسکي امریکا ته په بې احترامۍ تورن کړ د اروپايي هېوادونو یو شمېر مشرانو له اوکراین څخه د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس وویل دا څرګنده ده چې "آزاده نړۍ یو نوي مشر ته اړتیا لري."
کالاس د ایکس په ټولنیزې شبکې لیکلي: "اوکراین اروپا ده! موږ د اوکراین تر څنګ ولاړ یو."
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز هم په ایکس کې لیکلي: "اوکراین کولی شي په جرمني او اروپا باندې تکیه وکړي" او د اسپانیې صدراعظم پیډرو سانچیز ویلي "اوکراین! اسپانیه له تاسو سره ولاړه ده."
همداشان د پولنډ صدراغظم ډونالډ ټسک د ایکس په ټولنیزې شبکې لیکلي "ګرانه زیلینسکي، ګرانو اوکرایني ملګرو تاسې یوازې نه یاست".
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پرتګال کې خبریالانو ته وویل: "روسیه یرغلګره ده او د اوکراین پر ولس باندې یرغل شوی دی."
د ناروې، فنلینډ، هالنډ او د چک جمهوریت په ګډون نورو اروپايي مشرانو هم په ټولنیزو رسنیو کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
خو یو شمېر اروپايي هېوادونو د اوکراین په وړاندې د متحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دریځ څخه ملاتړ کړی دی. د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان چې له اوږدې مودې راهیسې له کیف سره د اروپايي اتحادیې پر پوځي مرستو انتقاد کوي ویلي دي: "که څه هم د ډېرو لپاره د دې هضمول ستونزمن و خو ګران ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې لپاره په زړورتیا سره ودرېد. مننه، ښاغلی ولسمشر".
د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ غونډه چې د اوکراین نادره طبیعي زیرمو ته د متحده ایالاتو د لاسرسي پر سر یو توافق ته د رسېدلو په هدف د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د دواړو مشرانو ترمنځ په لفظي شخړې بدله شوه او د متحده ایالاتو ولسمشر زیلینسکي ته خبرداری ورکړ چې او ویې ویل: "تاسې باید یا توافق وکړئ او یا موږ له دې [معاملې] څخه څخه وځو".
دا لیدنه د دواړو مشرانو ترمنځ له شاوخوا ۴۰ دقیقو خبرو وروسته هغه مهال په لفظې شخړې بدله شوه چې د اوکراین مشر د دې هیواد د کریمیا پرسیمې باندې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې د یرغل یادونه وکړه.
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس پر زیلینسکي انتقاد وکړ او ورباندې یې د "پروپاګنډې په سفر" کې د ګډون تور ولګوه.
دواړو ټرمپ او وینس د اوکراین ولمشر ته وویل چې له واشنګټن څخه د ترلاسه شویو مرستو لپاره یې هېڅ کله له متحده ایالاتو څخه مننه نه ده کړې.
د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته سپینې ماڼۍ وویل چې د دواړو خواو ترمنځ د معدني موادو تړون لاسلیک شوی نه دی.
په متحده ایالاتو کې غبرګونونه
د متحده ایالاتو په کانګرس کې زیات شمېر جمهوري غوښتونکو د اوکراین په وړاندې د ټرمپ له اقداماتو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.
سناتور لینډسي ګراهام چې پخوا یې له اوکراین سره د پوځي مرستو ملاتړ کړی و وویل: "هغه څه چې ما په اوول دفتر [په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د ولسمشر د کار دفتر] کې ولیدل بې احترامي وه او نه پوهېږم چې ایا موږ به بیا کله هم له زیلینسکي سره تعامل وشو کولی."
د متحده ایالاتو د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو مشر سټیو سکالیس هم چې پخوا یې اوکراین ته د پوځي مرستو ملاتړ کړی و په ایکس ټولنیزې شبکې ولیکل: "ولسمشر ټرمپ په ټوله نړۍ کې د سولې لپاره مبارزه کوي او زموږ د یو تر ټولو غوره مرکچي په توګه امریکا ته لومړیتوب ورکوي. هغه یوازینی کس دی چې کولی شي روسیه اړه کړي ترڅو له اوکراین سره د جدي او دوامداره سولې د تړون لپاره د مذاکرې میز ته راشي."
د جمهوري غوښتونکو استازي انډي بیګز هم د ټرمپ د دریځ ننګه کړې او په ایکس کې یې لیکلي: "دیکتاتور زیلینسکي په یوې دوستانه لیدنه کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس بې احترامي وکړه. او د متحده ایالاتو ولسمشر په سمه توګه هغه ته دروازه وښودله. دا هغه مشرتابه دی چې امریکا یې له څلورو کلونو راهیسې هیله درلوده."
خو د متحده ایالاتو په کانګرس کې د دموکراتانو مشرانو ویلي چې د ټرمپ اقدامات به یوازې د روسیې په ګټه وي.
د امریکا په سنا کې د دموکراتانو مشر چک شومر وویل: "ټرمپ او وینس د [روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین] ناوړه کار ترسره کوي. په سنا کې دموکراتان به هیڅکله د آزادۍ او دموکراسۍ لپاره خپله مبارزه وندروي."
د استازو په جرګه کې د اقلیت دموکراتانو مشر حکیم جیفرسن د متحده ایالاتو او اوکراین د مشرانو د لیدنې په اړه په یوه بیان کې وویل: "د اوکراین له ولسمشر سره د سپینې ماڼۍ نننۍ غونډه ویرونکې وه او یوازې به د ولادیمیر پوتین، چې یو ظالم دیکتاتور دی له لا هڅونې سره مرسته وکړي. متحده ایالات باید د روسیې د یرغل لپاره هغوی ته انعام ورنکړي او د پوتین راضي کولو ته دوام ورنکړي."
د دې راپور د چمتو کولو لپاره له اسوشیټیډ پریس او رویټرز څخه هم معلومات اخیستل شوي دي.
د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ له لفظي شخړې وروسته د اوکراین سره د یو شمیر اروپايي مشرانو ژمنې

فورم \ دبحث خونه