د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د نړۍ په څلورمه برخه هېوادونو کې د ښځو حقونه کمزوري شوي


ښځې او ماشومان په مزارشریف کې بشري مرستو ته انتظار باسي.
ښځې او ماشومان په مزارشریف کې بشري مرستو ته انتظار باسي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د پنجشنبې په ورځ، مارچ شپږمه (کب ۱۶)، په یو راپور کې وویل چې د نړۍ په څلورمه برخه هېوادونو کې د ښځو حقونه کمزوري شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د دیموکراتیکو بنسټونو کمزورتیا د جنسیتي نابرابرۍ سره مرسته کړې او د ښځو حقونه اغېزمن شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې "نږدې څلورمه برخه هېوادونو راپور ورکړی چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې شاتګ د بیجنګ پلاټفارم د عملي کېدو په وړاندې خنډ رامنځته کړی دی." د بیجنګ پلاټفارم د ښځو د حقونو په اړه هغه نړیوال کنفرانس ته اشاره ده چې په ۱۹۹۵ کال کې ترسره شو.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې د هغه کنفرانس راهیسې په تیرو ۳۰ کلونو کې د ښځو حقونو په برخه کې پرمختګ او یا هم شاتګ په مختلفو هېونو کې له یو بل سره توپیر لري.

د ۱۹۹۵ کال راهیسې د نړۍ د مختلفو هېوادونونو په پارلمانونو کې د ښځینه غړیو شمېر نږدې دوه برابره شوی خو نارینه اوس هم د پارلمانونو د غړیو له څلورو څخه درې برخې جوړوي.

د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د ټولنیز مسئونیت لرونکو ښځو شمیر دریمه برخه زیات شوی، خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په نړۍ کې نږدې دوه میلیارد ښځې او نجونې په داسې ځایونو کې اوسیږي چې دا ډول مسئونیت نلري.

د دندو لرلو په برخه کې هم د نارینه او ښځو د شمېر ترمنځ توپیرد لسیزو راهیسې زیات دی. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، دا وخت په نړۍ کې د ۲۵ او ۵۴ کلونو عمر لرونکو ښځو ۶۳ سلنه دندې لري او معاش ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې ددغه عمر لرونکي نارینه و ۹۲ د دندو له لارې معاش اخلي.

په راپور کې د کرونا وبا، نړیوال بحرانونه، اقلیمي بدلونونه او د مصنوعي ځیرکتیا په څېر نوې ټکنالوژۍ، د جنسیتي برابرۍ په وړاندې ممکنه خنډونه بلل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په راپور کې ویل شوي چې په تیرو ۱۰ کلونو کې جنسي تاوتریخوالی ۵۰ سلنه لوړ شوی او ۹۵ سلنه قربانیان یې ماشومان او پیغلې نجونې دي.

په ۲۰۲۳ کې، ۶۱۲ میلیون ښځو د وسله والو بحرانونو په ۵۰ کیلومترۍ کې ژوند کاوه او دغه شمېر د ۲۰۱۰ کال راهیسې ۵۴ سلنه لوړ شوی دی.

او د اروپا او مرکزي اسیا په ۱۲ هېوادونو کې لږ تر لږه ۵۳ سلنه ښځو په انلاین بڼه جنسیتي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي: "په نړیواله کچه، د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی تر خطرناکې کچې لوړ پاتې دی. د نړۍ په هرو دریو ښځو کې یوې په ژوند کې د خپل ژوند د شریک او یا بل کس لخوا فزیکي او یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی."

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په راپور کې د جنسیتي نابرابرۍ د ستونزې د حل کولو لپاره د تګلارې وړاندیز شوی دی. په دغه تګلاره کې د مصنوعي ځیرکتیا په څیر ټکنالوژیو ته د متوازن لاسرسي، د اقلیم بدلون په وړاندې په فعالیتونو کې د جنسیتي توازن، د بې وزلۍ د ختمولو دپاره د پانګونې، د عامه پوهاوي د زیاتولو او د جنسیتي تاوتریخوالي په خلاف د اقداماتو غوښتنه شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG