د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت ارزولو په اړه غونډه کوي


د امنیت شورا ویلي چې ټاکل شوې دې غونډې ته به د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ترڅنګ د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب هم یو تن خبرې وکړي.
د امنیت شورا ویلي چې ټاکل شوې دې غونډې ته به د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ترڅنګ د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب هم یو تن خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتنبایوا، به نن دوشنبه مارچ لسم ( کب ۲۰) د افغانستان د وضعیت په اړه دغې شورا ته خپل معلومات وړاندې کړي.

د امنیت شورا ویلي چې ټاکل شوې دې غونډې ته به د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا ترڅنګ د افغانستان د مدني ټولنې په استازیتوب هم یو تن خبرې وکړي. د امنیت شورا په اعلامیې کې ویل شوي دي: " په پام کې دي چې د تړلو دروازو شاته د سلامشورو په دوام توضیحي غونډه هم جوړه شي."

یوناما هم د یکشنبې په ورځ ویلي وو، چې روزا اوتنبایوا به د افغانستان د وضعیت په تړاو د امنیت شورا معلومات وړاندې کړي. ټاکل شوې دا غونډه د نیویارک پرسیمه ییز وخت د غرمې په ۳:۰۰ بجو (د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۳۰ بجې) جوړه شي.

غونډه به د امنیت په شورا کې د ډنمارک د استازي په مشرۍ جوړیږي. ډنمارک اوس مهال د امنیت د شورا نوبتي مشري په غاړه لري. تر اوسه دې غونډې ته د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا د راپور جزئیات نه دي خپاره شوي، خو میرمن اوتنبایوا په هرو دریو میاشتو کې د امنیت شورا ته خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کوي.

همداشان افغانستان کې د یوناما ماموریت هم د مارچ د میاشتې په ۱۷ پای ته رسیږي او ممکن د امنیت شورا یې په اړه په همدې میاشت کې د تمدید په اړه غونډه وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۵ (کب ۲۵) په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" ماموریت تائید کړی و.

تیرکال د امنیت شورا د ۲۷۲۷ نمبر پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت منلی و او د شورا ټولو ۱۵ غړیو یې په طرفدارۍ رایې ورکړې وې. ددغه پریکړه لیک له مخې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال مارچ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې تمدید شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان په اړه دا غونډه په داسې حال کې رابللې ده، چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ په رول باندې نیوکې کړي او ویلي دي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت بریالی ماموریت نه وو.

ذبیح الله مجاهد تیره اونۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې د یوناما د ماموریت په اړه ویلي، چې یوناما د افغانستان په اړه منفي تبلیغات کوي او هغه ډول فعالیت یې نه دی کړی، څنګه چې تمه ترې کېږي.

هغه ویلي: " متاسفانه په افغانستان کې د یوناما ماموریت لکه څنګه چې لازم و هغسې نه دی ترسره شوی، تل د یوناما له ادرس څخه د افغانستان په تړاو منفي راپورونه وړاندې شوي. متاسفانه په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان په اړه ناسم ذهنیت شته دی، ناسم معلومات هم د یوناما د چینل له لارې ترسره شوي دي".

هغه ویلي چې د یوناما راپورونه د خلکو د اندیښنو سبب ګرځي چې د هغه په وینا ددغسې راپورونو خپرول د یوناما په ګډون د هیچا په کټه نه دي.

ملګرو ملتونو په پرله پسې ډول په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د القاعده او تحریک طالبان ټي ټي پي ډلې شتون او فعالیتونو یادونه کړې او د طالبانو د حکومت د چارواکو د ادعاو پر خلاف یې ددغو ډلو فعالیتونو باندې رڼا اچولې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، چې په بیطرف ډول د افغانانو بشري وضعیت د ښه کیدلو او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادعام لپاره په لارو چارو باندې کارکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG