د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې روژه کې جوماتونه پرانیستل شوي؛ مسلمانان خوښ دي


د کرونا ویروس له کبله په امریکا کې مذهبي او ډېر نور ځایونه تړل شوي‌وو
د کرونا ویروس له کبله په امریکا کې مذهبي او ډېر نور ځایونه تړل شوي‌وو

د امریکا په متحدو ایالتونو کې یو شمېر مسلمانان خوشحاله دي چې په روژه کې جوماتونه د لمونځونو،‌ ختمونو او تراویحو لپاره بېرته پرانیستل شوي.

په امریکا کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ورسته مذهبي ځایونه، پوهنتونونه، ښوونځي، دفترونه او ډېر نور وتړل شول.

په تېرو څو میاشتو کې میلیونونه امریکایانو ته د کرونا ضد واکسینونه وشول او چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس پېښې هم د پخوا په پرتله کمې شوي دي.‌ له همدې کبله یې د جوماتونو په ګډون یو شمېر نورو عامه ځایونه هم بېرته پرانیستي‌دي چې ژوند او کاروبار بېرته عادي شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د احصایې د ادارې د معلوماتو په اساس دا هېواد شاوخوا ۳۳۰ میلیون نفوس لري چې مسلمانان یې لږ تر لږه یوه سلنه جوړوي.

جوماتونه بېرته پرانیستل شوي دي‌،‌ خو خلک باید په جوماتونو کې ماسکونه وتړي، د یو بل ترمنځ فاصله وساتي او د جماعت پر وخت یې تعداد هم باید د پخوا په څېر ډېر نه وي.

د امریکا د ویرجینا په ایالت کې ځيې جوماتونه او اسلامي مرکزونه همدغو سپارښتنو ته په کتو د لمونځونو، تراویحو او ختمونو مهالوېشونه برابر کړي دي. په ځينو جوماتونو کې دوه درې ځلې تراویح او د جمعې لمونځونه کیږي.

د ویرجینا ایالت د الګساندریه په ښار کې میشت، امیر محمد وايي لا هم د کروناویروس اغیزې په خپل حال دي.

هغه وویل چې سره له دې چې د روژې میاشت د پخوا په څېر نه ده،‌ خو بیا هم د خوشحالۍ خبره ده چې جوماتونه پرانیستي دي.

د الګساندریه په ښار کې د دارالهجره د اسلامي مرکز امام نعیم بیګ وايي: «خلک ډېر خوشحال دي چې جوماتونه پرانیستي دي. دا هغوی ته یو ښه فرصت دی چې یو ځای لمونځونه وکړي او له یو بل سره وویني.»

د امریکا د شمالي کرولینا ایالت د وینسټن په ښار کې د سلیم جومات امام هم ډېر خوشحال دی چې جوماتونه بېرته پرانیستل شوي‌ دي.

هغه وویل:‌«ډېر خوشحال یم چې بیا له خپلو خویندو او وروڼو سره یو ځای په جومات کې یم.»

د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځینو جوماتونو د خپلو ټولنیزو پاڼو او شبکو له لارې ځينې دیني درسونه خپرول او لا هم ځینې مذهبي مرکزونه دا کار کوي‌.

د ماسچوسیتس په ایالت کې د ورسیسټر اسلامي مرکز مسولین وایي دوی د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لا هم په انلاین بڼه د اسلامي تعلیمي‌ زده کړې مخې ته وړي.‌

د دغه مرکز یو مسول امام اصف حیراني وویل: «کله چې جوماتونه بېرته پرانیستل شول، ډېر خلک په خوشحالۍ سره لمونځونو ته راځي او د بېلابېلو دیني مسائیلو په اړه پوښتنې کوي.»

نوموړي وویل سره له دې چې جوماتونه پرانیستل شوي‌ خو لا هم د ډیر عمر کسان په کروناویروس د اخته کېدو له ویرې جوماتونو ته د ورتګ لپاره زړه نه ښه کوي.

په ۲۰۱۹ کې د چین د ووهان په ښار کې د کروناویروس له خپرېدو وروسته د نړۍ بڼه بدله شوه.

د جانس هاپکینز پوهنتون وایي دا مهال د امریکا په متحدو ایالتونو کې د دغه ویروس له کبله څه باندې ۵۷۱زره کسان مړه شوي او تر ۳۱ میلیون ورپورته نور په دغه ویروس اخته دي.

په نړۍ کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر تر درې میلیون اوښتی دی او څه باندې ۱۴۵ میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG