د 'امربالمعروف' د قانون له پراخې غندنې وروسته طالبانو ویلي له نړیوالې ټولنې سره 'تعامل ته ژمن' دي

طالبان وايي له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره تعامل ته ژمن دي

د طالبانو حکومت یو ویاند د یکشنبې په ورځ سپتمبر لومړۍ (سنبله ۱۱) وویل چې دوی له نړیوالې ټولنې سره مثبت تعامل ته ژمن دي. نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت اعلان وکړ چې نور به له یوناما سره همکاري نه کوي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو ډلو د طالبانو د امربالمعروف وزارت وروستی قانون غندلی او ویلي چې دا قانون طالب محتسبینو ته نور صلاحیت ورکوي چې په مبهمو او کوچنیو تېروتنو سره هم خلک وګواښي او توقیف کړي. دوی ویلي دا قانون د افغانانو حقونه نور هم محدودوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا دغه قانون «د افغانستان د اینده لپاره یو دردونکی لیدلوری» بللی. د هغې له دغو څرګندونو وروسته د طالبانو امربالمعروف وزارت اعلان وکړ چې «د درواغجنو تبلیغاتو د دوام» له کبله به نور له یوناما سره همکاري نه کوي.

خو، اوس د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت ویلي دي هغوی « د اسلامي قانون په اساس له ټولو هېوادونو او سازمانونو سره مثبت تعامل ته ژمن» دي.

نوموړي رسنیو ته په یو استول شوي غږیز پیغام کې نړیوال سازمانونه هڅولي دي چې له طالبانو سره مثبت تعامل روان وساتي. هغه زیاته کړه: «تعامل د ستونزو د حل او د روابطو د روان ساتلو او زیاتولو یوازینۍ لاره ده.»

د ده تر خبرو مخکې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي وو چې دا سازمان له طالبانو او نورو اړخونو سره تعامل روان ساتي.

دوجاریک په خپلو خبرو کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د قانون د غندنې ترڅنګ ویلي وو چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو د حذف کولو لپاره د طالبانو په پرېکړو انتقاد کړی.

هغه وویل: «مونږ تل د امنیت شورا په غوښتنه خپل کارونه ترسره کوو او وایو چې په بې پرې او په ښه نیت سره د ملګرو ملتونو له نورمونو څخه ملاتړ کوو او د بشري حقونو او د برابرۍ پیغامونه پرمخ وړو.» سټیفن دوجاریک د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د دپلوماتیک تعامل لپاره دې زیاتې لارې پرانیزي.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان باندې واکمن شول. تر دې دمه لا هېڅ یو هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

طالبانو د خپلې واکمنۍ سره سم د ښځو په کار، سیاسي او نورو مشارکتونو بندیزونه ولګول او له شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو او ښځو تعلیم هم بند کړ. نړیوالې ټولنې د طالبانو دا تګلاره غندلې او د لغوه کولو غوښتنه یې کوي. خو طالبان ادعا کوي چې دوی د «اسلامي شریعت» په اساس ښځو ته حقوق ورکوي.

طالبانو تل د ښځو د حقونو په ګډون په خپلو پالیسو باندې د نړیوالې ټولنې انتقادونه رد کړي دي. ملګري ملتونه په ښځو باندې د طالبانو محدودیتونه او بندیزونه «جنسیتي تبعیض» او اپارتایډ بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د دوی د امربالمعروف قانون د اسلامي لارښوونو په اساس لیکل شوی او باید درناوی یې وشي. هغه د دغه قانون ردول «تکبر» بللی.