د افغان میرمنو اعتراضي غونډې؛ د' بشري ضد جنایاتو' له امله باید طالبان محاکمه شي

معترضو ښځو ویليچې طالبان د بشري حقونو څخه په سرغړونو سره هڅه کوي چې افغانستان کې له ټولنې ښځې او نجونې حذف کړي. (عکس ارشیف).

د بشري او د ښځو حقونو او مدني ټولنې یو شمیر فعالانو د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې مارچ اتم په مناسبت د افغانستان، جرمني او پاکستان په ګډون په یو شمېر هیوادونو کې د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ لپاره لاریونونه کړي او ویلي چې طالبان باید افغانستان کې د بشري ضد جنایتونو له امله محاکمه شي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مولوده توانا د شنبې د ورځې ناوخته مارچ اتم( کب ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې د جرمني د هامبورګ ښار کې په یوې جوړې شوې اعتراضیه غونډې کې د افغان معترضو ښځو په ګډون د ښځو د حقونو او مدني ټولنې په سلګونو فعالانو ګډون کړی و.

میرمن توانا وویل چې طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلونو کې ښځې او نجونې له زده کړو، تحصیل او کار څخه منع کړي او هغوی په دې کار سره نیمايي وګړي له ټولنې حذف کړي دي.

میرمن توانا وویل چې د جرمني د هامبورګ د ښار د اعتراضیه غونډې په پریکړه لیک کې معترضو ښځو د طالبانو د غندنې او ددغې ډلې د حکومت په رسمیت د نه پیژندلو غوښتنې کړي دي.

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي: "له نړیوالې ټولنې غواړو، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او د افغان میرمنو د ځپلو پر خلاف پریکنده سیاست غوره کړي ... یو نړیوال پلاوی باید د ښځو پر وړاندې د طالبانو جنایات وارزوي او عاملان یې نړیوالو محکمو ته معرفي کړي."

طالبانو حکومت په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې د ملګرو ملتونو په ګډون له کور بهر په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

طالبانو په ټولنیز ژوند کې هم پر ښځو او نجونو باندې پراخه محدودیتونه لګولي دي او هغوی یې تر ډیره د عام ژوند څخه ګوښه کړې دي.

په عین وخت کې په پاکستان کې د افغان میرمنو ځینو اعتراضي حرکتونو د شنبې په ورځ په جلا غونډو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د ځپوونکو اقداماتواو سیاستونو پر دوام سخت انتقادونه وکړل.

په پاکستان کې میشت د " افغانستان د ازادۍ فانوس غورځنګ" په نوم د ښځو د سیاسي بهیر لسګونو غړو په یوه غونډه کې د " له افغانستان تر – پاکستان ـ مرګ پر طالبانو" او " عدالت، عدالت – ستړي یو د جهالت او اسارت څخه" شعارونه ورکړل.

دغو معترضو ښځو وویل چې طالبانو د بشري حقونو څخه په سرغړونو سره هڅه کوي چې د افغانستان له ټولنې ښځې او نجونې حذف کړي. خو ددغو معترضو ښځو د وینا پراساس افغان میرمنې به په دې اړه چپې پاتې نشي او د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره به هڅې وکړي.

په پاکستان کې د " افغانستان د ازادۍ فانوس" غړو همداشان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې او په پاکستان کې د افغان کډوالو ښځو په ناسم وضعیت باندې اندیښنه څرګنده کړه.

دغو معترضو ښځو د نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغان میرمنو او نجونو څخه دې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. د هغوی په وینا باید چې پر طالبانو باندې لا فشار زیات شي ترڅو دا ډله پر ښځو او نجونو باندې د محدودیتونو له لګولو څخه ډډه وکړي.

ملګري ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګیدلی دی.

د نجونو او ښځو د زده کړو د بیرته پیلیدو او بندیز د لرې کیدو په اړه د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو باوجود طالبانو د څه باندې دریو کلنو راهیسې دغه بندیز ته دوام ورکړی دی.

د ښځو نړیواله ورځ

د افغانستان په ګډون په ځینو نورو هیوادونو کې هم معترضو ښځو د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت اعتراضیه غونډې جوړې کړې وې چې په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې د افغان میرمنو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنې وشوې.

د " افغانستان د تاریخ د تحول د ښځو غورځنګ" په نوم د ښځو یو غورځنګ غړو د امنیتي اندیښنو له امله په کابل کې په یوې سر تړلې ودانۍ کې په جوړه شوړه شوې اعتراضیه غونډه کې د مارچ اتمه ورځ ونمانځله.

ددغه غورځنګ له خوا په خپره شوې اعلامیه ویل شوي: "د طالبانو رژیم نه یوازې ښځې له خپلو ډیرو لومړنیو حقونو څخه محرومې کړي، بلکې د هغوی د ژوند چاپیریال یې د تبعیض، تاوتریخوالي او د چوپتیا په دیوال باندې تبدیل کړی دی. نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوي او د هغوی یو کوچنی اعتراضي حرکت هم په وحشیانه توګه د ځپلو سره مخ کیږي."

د هغوی د وینا پراساس افغانستان کې ښځې او نجونې د بل هر وخت پرتله زیات نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري. دغو معترضو ښځو له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې باید د هغوی په څنګ کې ودریږي.

په عین وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د مارچ د اتمې د ښځو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې د خپلو اساسي حقونو څخه محرومې کړي دي. یوناما د طالبانو له حکومت غوښتي چې ژر ترژره دې دغه محدودیتونه لغوه کړي.

یوناما د ملګرو ملتونو پر غړو هیوادونو هم غږ کړی چې د افغان میرمنو د غږونو پر پیاوړتیا، د دوی پر مقاومت، مشرتابه او راتلونکي باندې پانګونه وکړي او پیوستون غږ په عمل بدل کړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یوناما په دغه اعلامیه کې ویلي: " په افغانستان کې یوه مهمه یادونه ده، چیرې چې ښځې او نجونې له زده کړو، کار او عامه ژوند څخه په سیسټماټیک ډول ګوښه کیدو سره مخامخې دي. دا بندیزونه نه یوازې له بشري حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د پرمختګ مخه هم نیسي، او د ملیونونو خلکو لپاره بېوزلي او انزوا زیاتوي".

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اسلامي شریعت او د افغانستان د ټولنې د فرهنګ او عنعناتو په چوکاټ کې د افغان میرمنو ټول حقونه تامین شوي دي.

هغه ویلي: "د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د امارت اولویت دی. نن سبا افغان میرمنې له فزیکی او رواني پلوه په مصئونیت کې ژوند کوي.د ښځو پر وړاندې د هر ډول خشونت او تاوتریخوالي مخه نیول شوې. هيڅوک نشي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري".

ذبیح الله په خپل دغه پیغام کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مسلو ته هیڅ اشاره نه ده شوې.