د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوره: طالبانو د خپلو میندو،‌ میرمنو او لوڼو لپاره ناورین جوړ کړی دی


د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا مجلس دموکراته غړې جین شاهین
د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا مجلس دموکراته غړې جین شاهین

د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا مجلس دموکراتې غړې جین شاهین د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړې او کار د بندیزونو په لګولو سره خپلې میندې، میرمنې او لوڼې تر سیستماتیک برید لاندې راوستې دي.

شاهین امریکا غږ ته په استول شوي پیغام کې ویلي: "د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په لګولو او له اقتصادي فرصوتونو او نورو فعالیتونو څخه د ښځو په محرومولو سره پر خپلو میندو،‌ میرمنو او لوڼو باندې د طالبانو سیستماتیک برید یو بدرنګه بشري ناورین دی چې زموږ پام ته اړتیا لري."

هغې همداشان ویلي: "متحده ایالتونه باید له افغان ښځو سره خپل پیوستون ته دوام ورکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د هغوی غږ اورېدل کېږي او حقونه یې په لومړیتوب کې پاتې کېږي. زه به د هر اقدام له لارې چې زما په توان کې وي د هغوی د غږ د پورته کولو لپاره به او د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ د ودرېدلو لپاره به له خپلو نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکړم."

سناتوره شاهین چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړې ده له دې وړاندې هم امریکا غږ ته ویلي و تر هغې چې له ښځو او نجونو سره د طالبانو تبعیضي چلند پای ته نه وي رسېدلی د دې ډلې حکومت باید په رسمیت و نه پېژندل شي.

شاهین دغه راز ویلي افغان ښځې باید خپلو حقونو د ترلاسه کولو په مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي او نړیواله ټولنې ته په کار ده چې د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

هغې زیاته کړې ده: "افغان ښځې د وخت په تېرېدو سره انزوا ته وړل کېږي، ځکه چې له زغم پورته ظلم سره مخ دي."

طالبانو تراوسه د دغې امریکايي سناتورې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې په افغانستان کې پر ښځو باندې محدودیتونه داخلي مسله بللې او له بهرنیانو څخه یې غوښتي چې په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه ونکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اکست په میاشت کې په افغانستان کې بېرته واک په رسېدلو سره د لومړنۍ دورې څخه په پورته د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار باندې بندیز لګولی دی.

همداشان دغې ډلې په دې موده کې د کور څخه بهر د سفر پرمهال د محرم شتون او د حجاب د اغوستلو د شرطونو په ګډون د ښځو او نجونو پر حقونو نور ګڼ محدودیتونه هم لګولي دي، چې له امله یې په عام ژوند کې هغوی څنډې ته شوي دي.

د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو پلي کیدو ته ژمن دي.

افغانستان دا مهال یوازینی هېواد دی چې په کې ښځې او نجونوې له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې له لومړنۍ دورې پورته زده‌کړو څخه محرومې دي او په دې برخه کې د بندیزونو د لرې کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له جدي ټینګار سربېره لا هم طالبان پر خپل دریځ کلک ولاړ دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی ښځو ته د هغو حقونو په ورکولو ځان مکلف ګڼي کوم چې په اسلامي شریعت کې ټاکل شوي دي.

هغه د ایکس پر ټولنیزه شبکه باندې په یو پیغام کې ادعا کړې: "د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل" د طالبانو د حکومت لومړيتوب دی او افغان میرمنې له فزیکی او رواني پلوه په بشپړ خوندیتوب کې ژوند کوي.

مجاهد ټینګار کړی چې د افغانستان ټولنه له لویدیځې ټولنې سره څرګند توپیرونه لري او د افغان میرمنو د حقونو په تړاو بحثونو کې باید دا مسله په پام کې ونیول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG