پاکستان کې د یو سینګارتون افغانې مالکې ځايي ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

شفیقه شیرزاد چې په افغانستان کې د سینګارتون چلولو ۲۰ کلنه تجربه لري، اوس په پیښور کې سینګارتون مالکه ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو سینګارتونونه تړلي، په پیښور کې د یو سینګارتون افغانه مالکه وايي، نه یوازې خپلې کورنۍ ته روزي ګټي بلکې د سیمې نورو ښځو ته هم د کار روزګار زمینه برابروي.

د ننګرهار ولایت شفیقه شیرزاد، په افغانستان کې د سینګارتون چلولو دوې لسیزې تجربه لري، خو د تېر کال د سپتمبر راهیسې پاکستان ته کډه شوې ده.

هغې اوس د پېښور کې د خپل کور په یوه خونه کې سینګارتون پرانیستی او وايي په دې کار یې ۵۰۰ زره کلدارې لګښت راغلی دی.

مېرمن شیرزاد امریکا غږ ته وویل: "دا سينګارتون مې په پور جوړ کړ، اوس شکر دى د ژوند اړتياوې مې پرې پوره کيږي، د پاکستان ويزه اخيستل ډيره ګرانه ده، د پاکستان خلک ښه دي خو نور موږ ته دلته ډيرې ستونزې دي."

دا مطلب هم ولولئ افغانه سوداګره: لسګونو ښځو ته مې کار برابر کړی و، اوس پخپله بې کاره یم

مېرمن شیرزاد په دې مسلک کې د خپلې پوهې د لا زیاتولو دپاره د ورځې له خوا د سینګار د زده کړې یو مرکز ته ځي او د خپل سینګارتون چارې د شپې مهال پر مخ وړي چې مشتریانې یې زیاتره د همدې سیمې ښځې دي.

د نصرت پروین په نامه یوه مېرمن چې د خپل سینګار لپاره د شفیقې شېرزاد سینګارتون ته راغلې وايي، یو کال کېږي چې دا او د سیمې نورې مېرمنې ورته راځي او کار یې ستايي.

د پېښور اوسېدونکې سبا ګل د شفیقې شیرزاد سره په سینګارتون کې کار کوي. هغې په همدې سینګارتون کې د سینګار زده کړه کړې ده.

سبا ګل امریکا غږ ته وویل: "ما دوی سره شپږ مياشتې د سينګار زده کړه وکړه، بيا يې ماته دنده راکړه. اوس ما ته معاش هم راکوي او زده کړه مې هم کيږي."