امریکا کې یو ۱۴ کلن وسله وال په یو ښوونځي کې څلور تنه ووژل

پولیس وايی چې بریدګر یې نیولی دی.

د امریکا د جورجیا په ایالت کې پولیس چارواکي وايي چې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر څلورمه (سنبله۱۴) یو ۱۴ کلن هلک په یو ښوونځي کې په خلکو ډزې کړې او څلور تنه یې وژلي دي.

بریدګر هم د ښوونځي زده کوونکی و چې پولیسو نیولی دی. د جورجیا ایالت د تحقیقیاتو څانګه وايي چې دا ۱۴ کلن هلک به په قتل تورن او د یو بالغ انسان په توګه محاکمه شي.

په دغه برید کې نهه تنه نور ژوبل شوي دي. په وژل شویو کې دوه ښوونکي دي.

دا پېښه د جورجیا د مرکز اتلانتا په شمال-ختیځ کې د وینډر په ښارګوټي کې شوې ده. خلک د اپالاچي ښوونځي د لوبو په میدان کې راټول وو چې ډزې پرې وشوې.

د ښوونځي یو شمېر زده کوونکو رسنیوته ویلي چې زده کوونکي ډېر ویریدلي وو او ویې لیدل چې د برید په ځای کې وینې او ځینې انسانان پراته وو.

د دغې سیمې د پولیسو مشر جد سمیت خبریالانو ته ویلي چې په ښوونځي کې په دندو ګمارل شویو پولیسو بریدګر نیولی او توقیف کړی دی.

نوموړي وویل لا معلومه نه ده چې بریدګر کوم مشخص خلک په نښه کړي وو که څنګه او نه هم چارواکو ویلي چې په برید کې کوم ډول وسله کارول شوې ده. د برید انګیزه هم لا معلومه نه ده.

ولسمشر جوبایډن د دغې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او ویلي دي چې زده کوونکي د لیک او لوست په ځاي دا زده کوي چې څنګه ځانونه پټ کړي او «موږ دا د یو عادي حالت په توګه نه شو زغملای».

د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس په نیو همشایر کې په یوې انتخاباتي غونډې کې له دغه وسله وال برید وروسته وویل چې «وخت یې رسېدلی د وسله وال خشونت وبا» ختمه شي.

د امریکا په ټاکنو کې بل کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې بریدګر یو «ناروغ او بې رحمه شیطان» و.

دا برید داسې مهال شوی چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته شاوخوا دوې میاشتې پاتې دي. د وسلو لرلو او نه لرلو حق په دغو ټاکنو کې د کاندیدانو ترمنځ د بحث یوه مهمه موضوع بلل کېږي.

نظر پوښتنې ښيي چې اکثریت رایه ورکوونکي غواړي د وسلو په پير او پلور او کارولو باندې جدي کنترول موجود وي، خو د وسلو لابيګران د نورو اضافي محدودیتونو مخالف دي او امریکايي قانون جوړوونکي په دې اړه په اقدام کولو کې په پرلپسې ډول ناکام شوي دي.

د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس په متحدو ایالتونو کې په روان کال کې تر دې دمه ۳۸۴ وسله وال بریدونه شوي چې ۱۱۵۵۷ کسان په کې وژل شوي دي.

د دغه راپور معلومات د فرانس پرس خبري اژانس څخه اخیستل شوي.