خلیلزاد: بین الافغاني خبرو ته چمتووالی اوس یوه اړتیا ده

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه خبرې نوې پړاو ته داخلېږي، نو بین الافغاني خبرو ته چمتووالی اوس یوه اړتیا ده.

ښاغلي خلیلزاد کابل ته ترستنېدو وروسته تېره شپه له ولسمشر غني سره تر لیدني وروسته پر خپل ټوېټر لیکلي چې له افغان چارواکو سره یې د بین الافغاني خبرو پر چمتووالي خبرې کړي دي.

خلیلزاد نن دوشنبه د «غبرګولې پر۲۰مه» ویلي، چې ښاغلي غني سره یې د دې ترڅنګ د افغان سولې په اړه د یوې پراخې اجماع پر رامنځته کېدو هم خبرې کړي دي.

هغه ویلي دي:له ولسمشر غني او ټېم سره یې مو ښه لیدنه لرل، د افغان سولې په اړه پر یوې پراخې اجماع مو خبرې وکړې، همداراز په سيمه ييزو اړتياو، د افغانستان او پاکستان اړيکو کې وروستي حرکتونه،پر سولې يې د اغيز او هغو فرصتونو په اړه وغږېدو چې سوله يې د سيمې د يوالي او پرمختيا په برخه کې چمتو کولای شي."

هغه ویلي چې ولسمشر غني هم همغږی و چې بین الافغاني خبرو ته چمتووالی اړین دی.

خلیلزاد پر داسې مهال بین الافغاني خبرو ته پر چمتووالي ټینګار کوي، چې نوموړي د روانې جون میاشتې پر ۴مه نېټه له جرمني چارواکو سره هم د راتلونکو بین الافغاني خبرو پر څرنګوالي او چمتووالي خبرې کړې وې.

خلیلزاد جرمني چارواکو سره پر بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړي

"امریکا د پاکستان نه غواړي طالبان د خپل دریځ نرمولو ته اماده کړي"

ټاکل شوې دغه بین الافغاني خبرې د جرمني او قطر په کوربتوب تر سره شي.

پر همدې مهال ولسمشرۍ ماڼۍ هم ویلي، چې ولسمشر غني او خلیلزاد په یاده لیدنه کې تر ډېره د افغان سولې په اړه پر بین الافغاني مذاکراتو خبرې وکړې.

په دې اړه د ارګ په اعلامیه کې راغلي:"د جمهوررئیس غني او ډاکټر خلیلزاد بحث تر ډېره د بین الافغاني ډیالوګ پر پيل متمرکز و او دواړو لوریو په دې برخه کې د جرمني هیواد په رول خوښي وښوده او ژر تر ژره یې د بین الافغاني ډیالوګ د لومړنی دور پیلولو هیله څرګنده کړه."

په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي، چې ښاغلی خلیلزاد به پر افغان چارواکو سر بېره د مدني ټولنو له استازو، سیاسي مشرانو او د افغان ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره د افغان سولې په اړه پر وروستیو پرمختګونو او راتلونکو پلاونونو وغږيږي.

زلمی خلیلزاد، په کابل کې د امریکا سفیر او سکاټ میلر په ارګ له ولسمشر غني سره لیدنه کي

دا افغانستان سیمې او اروپا ته د افغان سولې په اړه د ښاغلي خلیلزاد اتم سفر دی، چې ټاکل شوې نوموړی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم وګوري.

پر همدې مهال د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید هم وايي، چې ښاغلي خلیلزاد له افغان چارواکو سره د قطر د راتلونکې بین الافغاني غونډې په اړه خبرې کړي دي.

هغه وویل:"د افغانستان د سولې عالي شورا غوښتنه داده چې موږ وکولای شو د افغانستان دولت او د طالبانو تحریک ترمنځ د مخامخ خبرو اترو لړۍ پيل شي او افغانان یو دوامدار اوربند ته ورسېږي."

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې د قطر بین افغاني غونډه په راتلونکې جولای میاشت کې تر سره شي.

د بین الافغاني خبرو پر چمتووالي پر داسې مهال ټینګار کېږي چې تر دې مخکې د افغان حکومت، افغان سیاسینو او طالبانو ترمنځ د قطر د بین الافغاني مذاکراتو غونډه د ګډون کوونکو د شمېر پر سر د اختلافاتو له امله لغوه شوه.