بنګله‌ دیشۍ سیاستواله هند ته 'دیپلوماتیک سرخوږی' شوې

د هند صدراعظم نریندرا مودي او د بنګله دېش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه (د ارشیف عکس)

د بنګله دېش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه چې څلور اونۍ وړاندې د محصلینو په مشرۍ د پاڅون په نتیجه کې په هلیکوپتر کې هند ته وتښتېدله، د شنونکو په خبره، اوس نوي ډیلي ته دیپلوماتیک د سر درد شوې ده.

د حسینې ۱۵ کلن واک تېره میاشت وروسته له هغه پای ته ورسید چې مظاهره کوونکي یې په پایتخت ډهاکه کې په ماڼۍ ورننوتل. پر هغې باندې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او سیاسي مخالفینو د ځپلو تور پورې شوی دی.

د محصلینو په مشرۍ غورځنګ له هند څخه غواړي چې شیخ حسینه بنګله دېش ته ستنه کړي ترڅو د مظاهره کوونکو د وژل کېدو په تړاو محاکمه شي.

خو د حسینې ستنول د جنوبي اسیا په نورو هېوادونو کې د هند د دریځ په زیان بلل کیږي چیرې چې نوی ډیلی د خپل نفوذ د پراخولو لپاره له چین سره سیالي کوي.

د "بحران نړیوال ګروپ" تحقیقاتي موسسې د شنونکي توماس کین په باور، هند نه غواړي چې شیخ حسینه بنګله دېش ته ستنه کړي.

کین وویل: "د هغې ستنول د سیمې هغو مشرانو ته چې له نوي ډیلي سره نږدې اړیکې لري، مثبت پیغام نه ورکوي... دا پیغام چې هند به ستاسو ساتنه ونکړي."

د ښو اړیکو غوښتنه

تېر کال د مالدیف د ولسشمرۍ په ټاکنو کې د هند د خوښې کاندید خپل هغه سیال ته ټاکنې وبایللې چې د ګرځندوی له کبله مشهور دغه هېواد دروازه یې د هند پر ځای چین ته پرانیستله.

د حسینې د واک د پای ته رسېدو وروسته د هند په اړه باور کیږي چې په سیمه کې یې خپل بل متحد له لاسه ورکړی دی.

د شیخ حسینې په واکمنۍ کې ځورېدلي بنګله دېشیان هند ته په قهر دي. د هغوی قهر د هند د هندو ملتپاله صدراعظم نریندرا مودي د څرګندونو له کبله نور هم زیات شوی دی.

مودي که څه هم د نوبل جایزې ګټونکي ۸۴ کلن محمد یونس په مشرۍ د بنګله دېش د سرپرست حکومت د ملاتړ ژمنه کړې خو ویلي یې دي چې د یونس حکومت باید په بنګله دېش کې د هندو لږکیو ساتنه وکړي.

په بنګله دېش کې د شیخ حسینې په مشرۍ د عوامي لیګ ګوند د بنګله دېش د ملي ګوند په پرتله د بنګله دیشي هندوانو ښه ساتونکی ګڼل کېده.

مودي د خپل هېواد د خپلواکۍ مراسمو ته په وینا کې بنګله دیشي هندوان په خطر کې وبلل او دا اندېښنه یې د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره هم شریکه کړې ده.

د حسینې د حکومت په خلاف په مظاهرو کې په ځینو هندوانو او د هغوی پر عبادتځایونو باندې بریدونه وشول. د مظاهرو تنظیم کوونکو محصلینو او سرپرست حکومت دغه بریدونه غندلي دي.

د فرانس پرس د راپور په اساس، په هندي رسنیو کې دا بریدونه له اندازې زیات وښودل شول او په نتیجه کې د مودي له ګوند سره تړلیو هندو مذهبه فعالانو په مظاهرو لاس پورې کړ.

دا مطلب هم ولولئ بشري حقونه: بنګله دیش کې چارواکو نږدې ۱۰ زره فعالین نیولي

د بنګله دېش ملي ګوند لوړپوړی غړی فخر الاسلام عالمګیر وايي چې هند د حسینې د ملاتړ په برخه کې، پرته له دې چې د بدیل فکر وکړي، "خپلې ټولې میوې په یوې ټوکرۍ کې واچولې."

د حسینې په واکمنۍ کې د بنګله دېش ملي ګوند په زرګونو نیولو شویو غړیو کې عالمګیر هم شامل و. هغه زیاته کړه: "د بنګله دیش خلک له هند سره ښې اړیکې غواړي، خو د خپلو ګټو په قیمت نه... له بده مرغه د هند چلند د باور رامنځته کولو لپاره مناسب نه دی."

حسینې ته پناه ورکول

د بې اعتمادۍ فضا تر دې حده پراخه شوې چې د اګست په میاشت کې په دواړو هېوادونو کې د خونړیو سیلابونو وروسته، بنګله دېشیانو په سیلاب کې د مرګ ژوبلې پړه پر هند واچوله.

د بنګله دېش سرپرست حکومت لا تراوسه په هند کې د شیخ حسینې د پناه اخیستلو مسئله له نوي ډیلي سره په رسمي توګه نده څېړلې. ویل شوي چې حسینه نوي ډیلي ته څېرمه په یوې هوايي اډې کې اوسیږي. ډهاکې د هغې دیپلوماتیک پاسپورت لغوه کړی ترڅو له دې وروسته یې د بهرنیو سفرونو مخه ونیسي.

دا مطلب هم ولولئ بنګله دېش د مخکنۍ صدر اعظمې شیخ حسینې دپلوماتیک پاسپورت لغوه کړ

د دواړه هېوادونه ترمنځ د تورنو کسانو د ستنولو تړون په ۲۰۱۳ کې لاسلیک شوی چې له مخې یې کیدای شي شیخ حسینه د محاکمه کېدو په خاطر بنګله دیش ته ستنه کړل شي.

خو د تړون په یوه ماده کې راغلي چې که تورونه "سیاسي انګېزه" ولري، د تورن کس د ستنولو غوښتنه رد کیدی شي.

په بنګله دېش کې د هند پخوانی سفیر پینک رنجن چکراورتي وايي د ډهاکې لپاره دوه اړخیزې اړیکې تر دې ډیرې مهمې دي چې د حسینې د ستنولو به غوښتنې یې خرابې کړي.

هغه وویل: "هر هوښیار حکومت به دا درک ولري چې په هند کې د حسینې د پاتې کیدو مسئله راپورته کول به دوی ته هیڅ ګټه ونه رسوي."