د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو او هغوی سره د ناسم چلند په اړه په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر څرګندونې ردې کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹ (کب اول) په یوه اعلامیه کې وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورته له دغه هیواد څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان تائید کړی، چې له مخې به یې په لومړي پړاو کې افغان کډوال د اسلام اباد او پنډۍ له ښارونو او بیا به د ټول دغه هیواد څخه وایستل شي.
دغه سفارت د پاکستان د حکومت په دې پریکړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغه سفارت مسئولینو له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په ناستو کې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو ایستل او په دې هکله د پاکستان د یوې اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د دغې اعلامیې د خپریدو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د بهرنیو غیر قانوني کډوالو د ستنولو په اړه د طالبانو د شادرژدافیر سردار احمد شکیب له څرګندونو خبر شوی دی.
شفقت علي خان ویلي چې پاکستان د څو لسیزو راهیسې په باغزته ډول د افغانانو کوربتوب کړی دی او په پاکستان کې د میشتو بهرنیو کډوالو سره یې د درناوي له مخې چلند کړی دی.
هغه ویلي: "پاکستان د څو لسیزو راپدیخوا د میلیونونو افغانانو کوربه دی، د نړیوالې ټولنې د ناڅیزو مرستو تر څنګ یې هغوی ته د پوهنې، روغتیا او نورو برخو کې اړین خدمتونه برابر کړي دي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددغه هیواد څخه د بهرنیو هیوادونو د غیرقانوني کډوالو د ایستلو پروګرام په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی او د پاکستان حکومت په دغه بهیر کې د کډوالو سره د هر ډول ناسم چلند مخنیوی کړی دی.
ددغه وزارت د وینا پراساس د طالبانو سره په دې اړه خبرې شوي ترڅو افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر په منظم ډول تنظیم کړي.
شفقت علي خان په دغه اعلامیه کې ټینګار کړی چې تمه لري چې طالبان به په افغانستان کې ښه شرایط رامنځ ته کړي ترڅو ستنیدونکي کډوال په ټولنه کې په بشپړ ډول مدغم شي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو پرخلاف په اسلام اباد کې یو شمیر افغان کډوالو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې په دغه ښار کې پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د شړلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د هغوی د اوسیدانې او کار پر ځایونو باندې چاپې اچوې او د نیولو وروسته یې په جبري ډول خپل هیواد ته شړي.
ددې دمخه په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند او افغانستان ته د افغان کډوالو پر ستنولو په اړه د بخښنې نړیوال اندیښنه ښودلې وه او ددغه بهیر د بندیدو غوښتنه یې کړې وه.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنورۍ ۱۷ (مرغومې ۲۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو ددغو اقداماتو له امله افغان کډوالو نوی کال د ویرې او خفګان سره پیل کړی دي.
دغه سازمان ویلي: "لکه څنګه چې پولیسو د شپې د چاپو پر مهال په اسلام اباد کې په سلګونو افغان کډوال وغځورول او په خپلسر ونیول نوی کال د افغان کډوالو لپاره د ویرې، خفګان [تر سیورې] لاندې وو".
تیره اونۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري او د مهاجرت نړیوال سامازن په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوی بل موقعیت ته د افغان کډوالو «د انتقال د بڼې او مودې په اړه وضاحت» غواړي.
دغو ادارو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي، چې د دغه پلان په تطبیق کې د بشري حقونو معیارونه په پام کې ونیسي. دوی همدغه راز له اسلام اباد څخه غوښتي دي، چې د قانوني او اقتصادي کډوالو په اړه دې مناسب مراحل په پام کې ونیسي، په دغې برخې کې هغه کډوال هم شامل دي، چې د کډوالو د نړیوالې ادارې په همکارۍ د پاکستان حکومت ورته "افغان تابیعت کارتونه" ورکړل شوي. د دوی شمېر ۸۰۰ زرو ته رسیږي.
پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې د اوسیدو اجازه ورکړه ده. دوی به د دغه پلان په دوېیم پړاو کې له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه واېستل شي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغانان په پاکستان کې اوسیږي. په دې شمیر کې هغه افغانان هم شامل دي چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.