په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې مسؤولین وايي چې په پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې او محیطي ویروس پر افغانستان مستقیم اغېز لري او دوی يې خپل لور ته د مخنیوي هڅې زیاتې کړي.
په کندهار کې یو شمېر بڼوال وایي، که چیرې د کیمیاوي سرې او د اوبو لګولو ستونزه یې هواره نشي، نو ښايي د انارو بڼونه له منځه لاړ شي. ددغه ولایت یو تن بڼوال، خیر محمد پر خپله ځمکه ۹ کاله وړاندي د انارو بڼ جوړ کړی، خو وایې چې حاصلات یې خپل لګښت هم نه پوره کوي.
په کندهار کې په لومړي ځل د نۍ یا نل کښت شوی چې د کروندګرو په وینا ښه پایله یې ور کړې ده. نۍ یا نل یو ډول شین بوټی دی چې اکثره په جبه زارو او یا ولاړو اوبو کې ښه وده کوي خو اوس په کندهار کې یو شمېر کروندګرو په خپلو ځمکو کې کرلي دي.
په کندهار کې د پستو بڼوال وایي چې د سږني پریمانه اورښتونو له امله پدغه ولایت کې د ګڼو نباتي ناروغیو کچه ټېټه شوې ده. ددغو بڼوالو په خبره، په کندهار کې د "شوته" په نامه یو ډول خطرناکه نباتي ناروغي، هر کال زرګونو جریبه ځمکې او بڼونه زیانمنوي.
د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې فعال واکسيناتور وايي، چې ځينې کورنۍ د ناروغۍ پر مهال خپلو ماشومانو ته له واکسين کولو ډډه کوي.
په کندهار ولایت کې یو شمېر هغه کروندګر چې پخوا به یې کوکنار کرل، خو اوسمهال یې د بدیلو کښتونو کرکیلې ته مخه کړې، وايي چې د پلاستیکونو لاندې کښتونو یې ښه نتیجه ورکړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو په کرکیلې له بندیز وروسته په کندهار کې د بدیلو کښتونو په لړ کې د زیرې کر کېله هم په زیاته کچه ترویج شوې ده.
په کندهار ولایت کې یو شمېر بزګران د کیمیاوې سرو له لوړ قیمت څخه سرټکوي او وایي چې د کیمیاوې سرو یوه ګونۍ په زرګونو افغانیو ده. لدې امله، د دوی کرنیز فصلونه حتی خپل لګښت نشي پوره کولی.
په کندهار کې یو شمېر بڼوال د اوبو له کموالي څخه شکایت کوي او وایي چې د اوبو د کمښت له امله یې بڼونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.
د زراعتي اوبو له کموالي سره پر یوه وخت په کندهار کې د اوبو لګولو د نویو سیستمونو له لارې ځمکه وال اوس د دې هڅه کوي چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وکړي او د دوي په ویناء ددغه ولایت په ګرمو او ریګي سیمو کې د اوبو لګولو په نویو سیستمونو یې د پخوا په پرتله زیات حاصلات هم تر لاسه کړي دي.
په جنوب کې د پولیو پرضد د مبارزې مرکز مسؤولین وایي چې د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې یې د ټولنې په مرسته ښې لاسته راړونې در لودې.
په کندهار کې یو شمېر کروندګر وایي چې تر پلاستیک لاندې د سبزيو کرکېلې نه یوازې ښه نتیجه ورکړې، بلکې د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دغه راز کرکیله ګټوره هم ده. دا کروندګر په کرنه کې د نویو نوښتونو هرکلی کوي او وايي، چې نوې میتودونو باندې کرکېله د دوی د اوبو د کموالي ستونزه هم تر ډېره بریده هواروي.
په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې په خپلو ځمکو کې یې ترکاري او سبزیجات کرلي دي وایي، سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله ښه عایدات ترلاسه کړي دي او حاصلات یې په مارکیت کې په ښه بیه خرڅیږي.
په کندهار کې د تریاکو یو شمېر پخواني کروندګر وايي، د کرنیزو اوبو د کمښت ترڅنګ د تریاکو د بدیلو کښتونو له کرکېلې سره نه یوازې بلد ندي، بلکې ښو تخمونو ته هم لاسرسی نه لري.
په کندهار کې هغه کروندګر چې د کرنې لپاره د لږو اوبو ځمکي لري، د اوبو د ښه مدیریت لپاره "د څاڅکو اوبوخور" سیستمونه جوړ کړي او له ښو حاصلاتو څخه یې خوښ دي.
په افغانستان کې د ګوزڼ ضد مبارزې مسؤولین وايي، که له پاکستان څخه افغانستان ته د کډوالو د بیرته راستنیدو لړۍ بیا پیل شي، نو دوی ورته پوره تابیا لري چې راستندیونکې واکسین کړي.
په کندهار کې یو شمېر هغه کروندګر چې د طالبانو په کوکنارو له بندیز مخکې به یې کوکنار او بنګې کرلې او اوس یې نور بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده وايي، چې د کوکنارو بدیل کښتونه چندان ګټه ورته نه کوي.
په کندهار کې د کوکنارو یو شمېر هغه پخواني کروندګر چې اوس یې د نورو کښتونو کرکېلې ته مخه کړې ده د اوبو له کمښت سرټکوي. ددې ولایت یو کروندګر حاجي محمد وایي، مخکې به یې درې فصله کښت کاوه، خو اوس په کال کې یو ځل کښت ته هم ډېر په زیار اوبه رسوي.
نور پورته کول