د افغانستان دفاع وزارت وايي، تیره ورځ په ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د یو شمیر مهمو قوماندانانو په ګډون ۹۱ داعشیان وژل شوي دي.
نسیم علي زاده په کابل ښار کې د معتادینو د یوه مرکز چې د مور کمپ یې بولي مشري کوي او د نورو معتادینو په درملنه بوخت دی.
د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې د کابل د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګر څخه د مخدراتو د قاچاقبرانو د نیولو په کچه کې بېساری زیاتوالی راغلی دی.
د کابل ښار پولیسو د دوشنبې په ورځ ددغه ښار د شمالي سرای له سیمې شاوخوا دوه سوه په نشه يي توکو روږدي راټول او د امید په نوم د معتادینو د درملنې په مرکز کې یې بستر کړل.
د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، چې په تیرو دریو میاشتو کې پولیسو دغه مرکز ته د مخدره موادو او مسکراتو د قاچاق اړوند ۱۳۵ دوسیې ورسپارلې دي.
د بلخ پخوانی والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرايي رئیس عطا محمد نور وايي، د هغه د دندې په اړه د خپل ګوند له پریکړې پرته د بل چا اقدامات ورته د منلو وړ نه دي.
دغه چمن ته هره ورځ سلګونه کسان د ورزش لپاره ورځي، خو په ورته وخت کې د دغه لوبغالي څنډو ته لسګونه معتادین د مخدره موادو په استعمال بوخت وي.
ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه سازمان رپوټ واوري او په مختلفو برخو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د ملي امنیت په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتیژي، د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د دواړو هیوادونو له ګډو موخو سره مطابقت لري.
نن سهار شاوخوا لس بجې یو شمیر وسلهوالو د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې د ملي امنیت ریاست پر یو روزنیز مرکز برید کړی.
په افغانستان د جعیت ګوند د بلخ د والي لېرې کول " یو عجولانه، غیر مسوولانه، د افغانستان د امنیت، ثبات او د ملي وحدت د حکومت د تړون خلاف بللی،" او په کلکه یې غندلی دی.
د افغانستان د مالیې وزارت او د آسیايي پراختیايي بانک چارواکو د یکشنبې په ورځ د څه باندې ۴۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دریو پروژو هوکړهلیکونه په ارګ کې لاسلیک کړل.
د آسیايي سیالیو اتله افغان نولس کلنه کرکټ ملي لوبډله د نولس کلنو نړیوال کرکټ جام کې د ګډون لپاره د یکشنبې په ورځ نیوزیلنډ ته روانه شوه.
د افغانستان د شفافیت د څار ادارې یوه تازه سروې، چې د نهو ولایتونو د ښاروالیو د کارونو په اړه ترسره شوې ښيي، چې ۵۶ فیصده خلک د ښاروالیو له کارونو څخه رضایت لري.
د سالنګ لویې لارې د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب وايي، چې په سالنګونو کې د زیاتې واورې وریدو له امله یې، د ټیلري موټرو له ډریورانو څخه غوښتي، چې په دغه مسیر له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړول زیات لګښت غواړي او په دې برخه کې څه باندې ۲۸ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
افغان حکومت له منځني اسیا څخه د کاسا- ۱۰۰۰ بریښنا د پروژو تړون له دوو هندي شرکتونو سره لاسلیک کړ.
نن شاوخوا یوه نیمه بجه کله چې د خوست د فوټبال په سټیډیوم کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یوې غونډې ته، چې په کې زرګونو کسانو ګډون کړی وو وینا کوله، د غونډې له ځای سره نږدې چاودنه وشوه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ترانزیتي ستونزو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه نیم په نیمه کمه شوې ده.
افغانستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا، د اسرائل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال د پریکړې په اړه ویلي، چې دغه اقدام د مسلمانانو احساسات زیانمن کړي.
نور پورته کول