افغان چارواکي وايي د افغانستان او روسیې د ملي امنیت مشاورینو د لیدنې پر مهال، له تروریزم او مخدره موادو له قاچاق سره په مبارزې موافقه وکړه.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي یو ځانمرګي د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست ته نژدې ځان الوزولی دی او لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ناروې حکومت له خپل هیواد څخه د یوې افغانۍ کورنۍ د ایستلو پریکړه کړې، چې په عملي کیدو سره به یې په افغانستان کې د یادې کورنۍ ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ شي.
د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله له ملګرو ملتونو څخه غوښتي، چې د وسلهوالو طالبانو د مشر ملا هبتالله اخند په ګډون د دغې ډلې پر نورو مشرانو بندیزونه ولګوي.
دغه معتادین به په امید روغتیایي مرکز کې د ۳ میاشتو لپاره د درملنې لاندې ونیول شي او له هغې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
د افغانستان د پوهنې وزارت په اړه د ادارِي فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې کمیټې (MEC) یو تازه رپوټ ښيي، چې په دغه وزارت کې د ښوونکو د استخدام پروسه په پراخه کچه فاسده ده او ښوونکي د بډو، واسطو او خپلوۍ پر بنسټ ګومارل کیږي.
ولسمشر محمد اشرف غني هند ته ولاړ
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چارواکي، د دغه کمسیون د پنځو پخوانیو مامورینو د ګوښه کولو د پریکړې په اړه یوه خوله نه دي.
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت، د دغه هیواد د کانونو په سکتور کې د اصلاحاتو او مدیریت د لارې نقشه جوړه کړې ده.
د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړ ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال، د وسلهوالو طالبانو د دوو سرګروپانو په ګډون ۳۸ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، نن له غرمې وروسته د مارشال فهیم پوځي پوهنتون مخې ته د پوهنتون د عملې پر یو موټر د ځانمرګی برید له امله ۱۵ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د هلمند والي حیاتالله حیات وايي، په دغه ولایت کې له تیرو دوو میاشتو راهیسې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې وسلهوالو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې او د دغې ډلې د ملا تیر مات شوی دی.
تیره شپه شاوخوا دوه نیمې بجې یو شمیر وسلهوالو او ځانمرګو بریدګرو، د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر قرارګاه برید کړی، چې په کې دواړو خواو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پکتیا د امنیه قومندان مل پاسوال توریالي عبدیاني د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د هغه تابوت ته یې اوږه ورکړه.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، په افغانستان کې د نجونو د ښوونې او روزنې په اړه په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، چې د اټکل له مخې د دغه هیواد له هرو دریو نجونو څخه دوه یې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې دي.
د عمان په پلازمینې مسقط کې د افغان سولې په تړاو د څلوراړخیزې ناستې په پیلیدو سره، سیاسي کارپوهان وايي، چې دا ډول ناستې لنډمهالې دي او دوامدراې مثبتې پایلې نه لري.
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي ايي، په دغه هیواد کې په اغیزمنه توګه د اعتیاد د مخنیوي لپاره، د یوې نوې پنځه کلنې ملي پالیسۍ پر جوړولو یې کار پیل کړی دی.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د امریکا نوې ستراتیژي په افغانستان کې د لویو قدرتونو د مخامخ کیدو لامل کیږي او تینګار کوي، چې له روان حالت څخه د وتلو لپاره دې دودیزه لویه جرګه راوبلل شي.
د افغانستان ولسي جرګې د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۱۱مه) په خپله عمومي غونډه کې د رایو په اکثریت د مخابراتو پر مشترکینو د مالیې قانون وځنډوه.
نور پورته کول