د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په دغه هیواد کې ۳.۵ میلیونه ماشومان، چې په هرو دریو کې یې دوه نجونې دي، ښوونځیو ته له تګ څخه بېبرخې پاتې شوي دي.
د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلهوالو طالبانو په تیرو دریو ورځو کې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د افغان بیسیم، ام ټي این او روشن مخابراتي شرکتونو څو آنټنونه له منځه وړي دي.
چارواکي وايي سږکال په افغانستان کې د مخدره موادو د کر او تولید کچه په بېسارې توګه لوړه شوې ده.
افغان حکومت وايي، پاکستان هڅه کوي، چې پر افغانستان باندې د تورونو لګولو له لارې، د نړیوالې ټولنې فشارونه له ځان څخه لرې کړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، د مخدره موادو کاروباراو اداري فساد له یو بل سره تړلي دي، چې افغان حکومت یې په مخنیوي کې قاطع عمل نه دی کړی.
د افغانستان ولسمشر وايي، نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکوي، چې حکومت یې د فسا پر ضد قاطع دریځ لري.
د لوړپوړو کورنیو او بهرنیو استازو (سام) دوه ورځنۍ غونډه، چې نن د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۴) په کابل کې جوړیږي، په کې افغان دولت او نړیواله ټولنه د کړو ژمنو په اړه یو بل ته حساب ورکوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي د هېواد ۴۰ فیصده روغتیايي مرکزونه ډاکټرانې نلري
په کابل ښار کې د جوماتونو او مقدسو ځایونو د امنیت لپاره له ۵۰۰ میلو څخه زیاتې وسلې د سیمې په خلکو ویشل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان، د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي، چې افغان ځواکونو په دریو میاشتو کې د مخدره موادو پر ضد څه باندې ۶ سوه عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې سلګونه قاچاقبران نیول شوي او لسګونه ټُنه مخدره مواد کشف او ضبط شوي دي.
د افغانستان حکومتي چارواکو د عاشورا ورځې په مناسبت پر ملي یووالي ټینګار کړی او له خلکو څخه یې غوښتي، چې د 'نفاق او شر اچوونکو' د دسیسو ښکار نه شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې پولیس د دغه هیواد په کچه د مخدره موادو د قاچاقبرانو او تولیدونکو د نیولو لپاره پراخ فعالیتونه لري او د مخدراتو په کاروبار کې زیات شمیر ښکیل کسان یې نیولي او عدلي او قضايي مرکز ته یې سپارلي دي.
د غزني ولایت چارواکي وايي، په وروستیو څو اونیو کې د دغه ولایت په مرکز کې د پوځي مامورینو د ترور کچه لوړه شوې ده.
د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مخدره موادو د ۲۵۲ قضیو په تړاو ۳۱۶ شکمن کسان نیولي دي.
امریکا غږ په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد د اغیزمنې مبارزې او خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکولو په برخه کې، د مختلفو رسنیو افغان خبریالانو ته په یو روزنیز ورکشاپ کې روزنه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د روان عیسوي کال په اګست میاشت کې د جګړو له امله ۵۱ زره او ۵۰۰ افغانان له خپلو سیمو څخه بېځایه شوي دي.
ارګ د عدلي او قضايي، امنیتي او دفاعي بنسټونو او دې ته ورته تشکیلاتو درلودونکو ادارو د مامورینو او منسوبینو د سیاسي فعالیتونو د مخنیوي فرمان یو ځل بیا له رسنیو سره شریک کړی دی.
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت وايي، په دغه هیواد کې د ۳.۵ میلیون معتادینو او له مخدره موادو څخه د متاثرو کسانو زیاته برخه په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او هملته د مخدره موادو په استعمالولو اخته شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، تښتول شوې فنلنډۍ ښځه د تښتونکو له منګولو څخه بیرته ژغورل شوې ده.
د افغانستان حکومت وايي، چې په وروستیو کلونو کې د کرنې سکتور ته پاملرنه ډیره شوې او په اوس وخت کې د کرنې وزارت له خوا د منظور شویو او د ډیزاین لاندې کرنیزو پروګرامونو ارزښت ۶۵۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.
نور پورته کول