د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمدسرور دانش وايي، په اوسنيو شرایطو کې د افغانستان لپاره فډرالي نظام ګټور نه دی او نه هم د تطبیق وړ دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د میرزا ولنګ په دره کې د ۳۶ کسانو د وژل کیدلو په اړه خپل تحقیقي ریپوټ خپور کړ.
د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸مې کالیزې لمانځل د شنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) په کابل او ولایتونو کې د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د ځانګړو غونډو او مارشونو په ترسره کولو پیل شول.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې ورځې په سهار په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو د ګیډۍ له ایښودلو وروسته، د دغه هیواد د خپلواکۍ د ۹۸مې کالیزې د لمانځلو لپاره، له کابل څه هرات ولایت ته سفر وکړ.
د افغانستان د مسکراتو جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، پولیسو د دغه هیواد په پلازمینې او یو شمیر ولایتونو کې ۱۷ تنه د مخدره موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، لا تر اوسه د دغه هیواد عدلي او قضايي سیستم، د بشري ضد جرمونو او جنګي جنایتونو د څیړلو لازمه وړتیا نه لري او په دې برخه کې د نړیوالې جزايي محکمې مداخلې ته اړتیا ده.
د افغانستان لوی څارنوالۍ ویلي چې د آصف مومند د نیولو حکم تر اوسه د څارنوالۍ له خوا صادر شوی نه دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې د پوځ د کومانډویانو په ګډون افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزااولنګ دره بیرته نیولې او د دولت وسلهوالو مخالفینو ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د کابل د امنیې قوماندان سالم احساس د دغې طرح په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې دا طرح به له دریو څخه نیولې تر شپږو میاشتو پورې عملي شي.
په لوګر کې سیمهییز چارواکي وايي، د ملي امنیت منسوبینو په یو پيکآپ ډوله موټر کې ۷۹۰ کیلوګرام ځای پر ځای شوي اپین کشف او ضبط کړي دي.
فاریاب ولایت کې سیمهییز چارواکي چې د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې پر یو کور د افغان پوځ د هاوان مرمۍ د لګیدلو په نتیجه کې، ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، یو شمیر کسان له ځوانانو څخه د وسیلې په توګه کار اخلي او هڅه کوي، چې افغان ځوانان د ژبې، سمت او قوم په نومونو سره وویشي.
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، لا هم د افغان ځواکونو مهمات د دولت پر وسلهوالو مخالفینو پلورل کیږي، چې دا کار له ملي خیانت څخه کم نه دی.
د دغه سازمان غړي غواړي د سیمینارونو له لارې خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته د مخدرو موادو په اړه پوهاوی ورکړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، په امنیتي او دفاعي سکتورونو کې د اصلاحاتو راوستل یواځینی انتخاب دی او له هغې پرته د افغانستان پراختیا او امنیت ناشونی دی.
د افغانستان اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله، چې د دوشنبې په ورځ (اګست ۶) یې د وزیرانو شورا ته خبرې کولې، کابل ته د امریکا د استخباراتو (CIA) رئيس مایک پمپیو د پټ سفر په اړه وویل، په تیرو ورځو کې د سيآیاې مشر په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.
د هلمند ولایت د مدني ټولنې فعالین وايي، په دغه ولایت کې د پختې کښت ښه حاصلات لري او افغان حکومت باید په هلمند کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره د پختې کښت او تولید پر سر پانګونه وکړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني، د کانونو او پترولیم وزارت د کارکونکو د یادونې په مراسمو کې وویل، چې افغان حکومت له تروریزم سره په مبارزه کې جدي دی.
د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ لسګونو وسلهوالو طالبانو د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې دغه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه خو اوس بیرته پرانیستل شوې ده.
نور پورته کول