افغان سوداګرو دغه میوه هند ته وړله خو دا چې د آریانا هوایي شرکت ونشو کړی په وخت ورته الوتکه برابره کړي، په هوایي ډګر کې خوسا شوه.
د افغانستان د ژغورنې په نوم د دریو ګوندونو د نوي ائتلاف غړو د سېشنبې په ورځ په بلخ ولایت کې په خپلې لومړنۍ غونډه کې د خپلو غوښتنو پر عملي کولو ټینګار وکړ.
د افغانستان حکومت د ولایتي شوراګانو د څارنې د صلاحیت مقرره، چې په دریو فصلونو او یولسو مادو کې د افغان ولسمشر له خوا توشیح شوې، د یکشنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي کړه.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې ولسمشر محمداشرف غني د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرستیال مایک پنس سره پر بېلابېلو مسائلو بحث او خبرې کړي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، په ۱۳۹۶ کال کې نږدې ۱۷۰ زره زدهکوونکو په کانکور آزموینه کې ګډون کړی وو، چې له دې شمېرې ۱۴۷زره او ۵۳۰ ګډونکوونکو د بریالیتوب نمرې ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د دغه هیواد په زندانونو کې د بندیانو شمیر ۲۹زرو ته رسیږي، چې ۲۳ فیصده یې د مخدره موادو د قاچاق په جرم نیول شوي دي.
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د افغانستان د اردو، پولیسو او کومانډو ځواکونو ۱۳۰ تنه منسوبین، تیره شپه د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو ته تسلیم شوي دي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د یکشنبې په ورځ د 'توریزم پر وړاندې د تروریزم ګواښونه' په نوم علمي-څېړنیز سیمنار کې وویل، دغه هیواد به د تروریزم د شر له ختمولو وروسته په راتلونکې کې، هرکال له دوو څخه نیولې تر پنځه میلیونو بهرني سیلانیان ولري.
په غور او فاریاب ولایتونو کې سیمهییز چارواکي وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ له سختو جګړو وروسته، په غور کې د تیوره او په فاریاب کې د کوهستان ولسوالۍ طالبانو نیولي دي.
د امریکا په واشنګټن ډي سي ښار کې د فرسټ ګلوبل په نوم د روباټونو په نړیوالې سیالۍ کې له ګډون وروسته، د افغان نجونو شپږ کسیزه لوبډله، کابل ته په رارسیدو له تود هرکلي سره مخ شوه.
د افغانستان ولسي جرګې، د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد د مبارزې او له بهر څخه د اپینو د پروسس لپاره د واردیدونکو کیمیاوي موادو د مخنیوي لپاره، د افغانستان او ازبکستان د کورنیو چارو وزارتونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک تصویب کړ.
د ملکي تلفاتو په اړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما، تازه رپوټ ښيي، چې د بل هر وخت په پرتله د وژل شوو ملکي افغانانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
دا ډله د خلکو د محور نوم ګوند نومیږي چې یو شمېر مخور غړي یې د کرزي د وخت چارواکي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي په داسې حال کې له معتادینو سره پر مرستې او خواخوږۍ ټینګار کوي، چې په دغه هیواد کې اکثره عام وګړي د مخدره موادو معتادینو ته ته په سپک نظر ګوري او په اکثرو مواردو کې ان د معتادینو د کورنۍ غړي له هغوی څخه لاس اخلي او له کورونو څخه یې شړي.
په کابل کې د عراق سفیر ارشد عمر اسماعیل، وایي لا تر اوسه د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژل کیدو په اړه کره معلومات نه لري.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان او د سیمې د سیاسي ثبات په اړه اساسي بحثونه روان دي، چې پر وینا یې په تیرو شپیتو کلونو کې یې ساری لیدل شوی نه دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا مشر محمدکریم خلیلي وايی، د سولې خبرې باید د وسلهوالو طالبانو د یو لړ سالمو او ملي نظریاتو په منلو سره، تعقیب شي.
د افغانستان حکومت وايي، په دغه هیواد کې د مخدره موادو مخ په زیاتیدونکې ستونزه دا ښيي، چې په دې برخه کې د مبارزې لپاره د افغانستان او نړیوالې تولنې اوسنۍ تګلارې او اقدامات بسنه نه کوي او باید ورباندې له سره غور وشي.
افغان حکومت او له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره (UNODC) د یکشنبې په ورځ (د جون ۹مه) په افغانستان کې له مخدراتو سره د مبارزې اونۍ لمانځي.
د سالنګ د لویې لارې د نوي تونل د جوړولو د طرحې او ډیزاین تړون، د شنبې په ورځ د افغانستان د حکومت او د سیمیک په نوم دیو نړیوال استرالیایي شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
نور پورته کول