د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، دغه هیواد ته د نورو بهرنیو سرتیرو د لیږلو په اړه د ناټو د سازمان پریکړه، نه یواځې د افغانستان لانجه نه شي حل کولی، بلکې حالات به لاپسې پیچلي کړي.
د مخدره موادو سره د مبارزې ریاست وایي چې ددوي د صلاحیتونو د زیاتېدو له کبله د نیول شوو قضیو شمیر هم زیات شویده.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، په ترکیې کې د دریو ګوندونو ترمنځ د جوړ شوي ائتلاف په اړه په احتیاط غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې سیاسي مشران دې په خپلو پریکړو کې د افغانستان د خلکو مصلحت او د دغه هیواد لویې ګټې په پام کې ونیسي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د افغانستان له امنیتي ارګانونو سره د ټاکنو د امنیت د ټینګولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې د عالي شورا د رئيس د معرفي کولو په مراسمو کې وویل، هره ورځ باید د جګړې د قیمت محاسبه وشي.
د افغان حکومت پر ضد د اسلامي جمعیت، اسلامي جنبش او اسلامي وحدت ګوندونو تر منځ په ترکیې کې د نوي ائتلاف د جوړیدو پر وړاندې په لومړنیو غبرګونونو کې، د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر وکیلانو او سیاسي ګوندونو له دغه ائتلاف سره مخالفت کړی، خو ځینو نورو بیا ددغه ائتلاف له جوړیدو څخه ملاتړ څرګند کړی دی.
یو شمیر امنیتي چارواکو، د پنجشنبې په ورځ د افغان ځواکونو د ملاتړ په یوې غونډه کې څینې سیاسي شخصیتونه او د چارو کارپوهان، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې په عقدهيي چلند تورن کړل او د هغوی ارزونې یې ناسمې او د ملي ګټو خلاف وبللې.
د ارګ او ولس ترمنځ لومړنۍ مناظره نن د پنجنشبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون په ارګ کې جوړه شوه.
افغان ولسمشر وايي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمیسیون له برنامو څخه هراړخیز ملاتړ کوي او د ځان په ګډون هیچا ته د دغه کمیسیون په چارو کې د مداخلې اجازه نه ورکوي.
تیره شپه د کابل ښار په زنبق څلور لارې کې د پولیسو له خوا د خیمې د لرې کولو پرمهال، د افغان امنیتي ځواکونو او اعتراضکوونکو ترمنځ اخ و ډب شوی، چې په نتیجه کې مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان او هند تر منځ د هوايي دهلیز له پرانیستې وروسته نن د دوشنبې په ورځ د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو شپیته ټُنه سوداګریز توکي، د هوا له لارې له کابل څخه ډهلي ته صادر شول.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، د داعش ډلې د ځپلو لپاره افغان کومانډویان په توره بوړه سیمه کې د هوا له لارې کوز شوي.
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت چارواکو د شنبې په ورځ د خطیبالعالمي په نوم له یو نړیوال ساختماني شرکت سره د کابل په دارالامان سیمه کې د اداري مجموعې د جوړولو د طرحې او ډیزاین تړون لاسلیک کړ.
په کابل ښار کې له شاوخواو دوه اونیو وروسته د حکومت ضد اعتراضکوونکو د دغه ښار له اکثرو سیمو څخه خپلې خیمې لرې کړي، خو ټینګار کوي چې دا خیمې یې په موقت ډول د خلکو د سهولت لپاره ټولې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال یان کوبیش، د امنیت شورا د غوښتنې پر بنسټ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (UNAMA) د کارونو د ستراتیژیکې ارزونې لپاره، نن کابل ته سفر کړی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ او د مخدرو موادو ضد وزارت یو تړون لاسلیک کړ چې په اساس به یې هلمند او زابل کې د کرکټ نوي میدانونه جوړیږي.
په داسې حال کې چې افغان حکومت او د ولسي جرګې پلاوی په کابل کې د روانو اعتراضي غونډو د ختمولو لپاره هڅې پيل کړي، د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو شورا د حکومت او اعتراضکوونکو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی ښودلی دی.
د افغانستان د اسلامي حزب ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، څوک چې له ناسمو او غیر اصولي لارو او په یو اړخیزه توګه د نظام نسکورول غواړي ورسره موافق نه دی او ورته اجازه نه ورکوي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د 'کابل پروسې' د سولې او امنیت کنفرانس ته په وینا کې، د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چي د مذاکرې لپاره خپله اجنډا او میکانیزم افغان حکومت ته وړاندې کړي، چې په مرسته یې سیمه سولې او ثبات ته ورسیږي.
د اسلامي جمعیت ګوند وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لاسته راوړنې له منځه لاړې نشي، حکومت دې د دغه ګوند درې شرطونه، چې په کې له دندې څخه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په ګډون د امنیتي بنسټونو د مشرانو ګوښه کیدل هم شامل دي، ژر تر ژره عملي کړي.
نور پورته کول