د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس ټرمپ د ایران د اتومي موافقې په اړه پریکړه کوي


ولسمشر ټرمپ نن سه شنبې د واشنګټن په وخت غرمه ۲بجې خپل دریځ اعلانوي
ولسمشر ټرمپ نن سه شنبې د واشنګټن په وخت غرمه ۲بجې خپل دریځ اعلانوي

د امریکا جمهور رئیس نن سه شنبې خپل دریځ څرګندوي چې آیا امریکا به د ایران په اتومي موافقه کې پاتې شي که نه.

ایران او د امریکا یو شمیر نژدې متحدین پدې خیال دي چې کیدلی شي جمهور رئیس ډانلد ټرمپ لدې موافقې ووځي.

د بریتانیې د بهرنیوچارو وزیر بوریس جانسن د دوشنبې په ورځ (می۷) په واشنګټن کې د بهرنیوچارو د وزیر مایک پامپیو سره ولیدل او وروستۍ هڅه يي وکړه که د جمهور رئیس ټرمپ حکومت پدې قانع کړي چې د ایران له اتومي موافقې ونه وځي. برتانوي وزیر ژمنه وکړه چې اروپايي متحدین دیته لیواله دي چې پدې موافقه کې د سمون او اصلاحاتو رامنځ ته کولو دپاره به د واشنګټن سره ګډ کار وکړي. ښاغلي بوریس جان وویل اروپايي هیوادونه کولی شي د ایران نه جدي غوښتنې وکړي، خو داسی نشي کولې چې هغه موافقه بلکل له پامه وغورزي چې له مخې يي ایران د اتومي وسلو منعه شوی.

د ایران اتومي موافقه د ۱۵ کلونو دپاره لاسلیک شوې ده
د ایران اتومي موافقه د ۱۵ کلونو دپاره لاسلیک شوې ده

فرانسه وایي ایران تردی دمه د موافقې مطابق اجراات کړي دي، او په ساتلو کې يي ډيرې ګټې شته. د فرانسې د دفاع وزیرې فلورانس پئرلي په وینا لمړۍ ګټه يي داده چې ټول اتومي فعالیت بندیږي چې ډيره سوله ایزه بڼه يي نلرله. دویمه يي داده چې د اتومي انرژۍ د څار نړیواله موسسه به اجازه ولري چې دقیق او دوامداره پلټنه وکړي او د موافقې مواد تر څار لاندې وساتي چې آیا ایرانیان د ژمنې سره سم اجراات کوي که نه کوي. فرانسه وایي ایران اوس وخت سم روان دی. اسرایل وایي د ولسمشر ټرمپ تر فیصلې مخکې کومه تبصره نه کوي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د سه شنبې په ورځ (می۸) وویل که امریکا له موافقې وځي، شاید ایران دوه درې میاشتې ستونزه پیدا کړي، خو وروسته به هرڅه سم وي.

اکثریت څیړونکي فکر کوي جمهور رئیس ټرمپ به د ۱۲۰ ورځو د بندیزونو معافیت بیا تمدید نکړي چې د امریکا کانګرس پخوا په ایران لګولي وو. ارزونکي وایي لدې خبرې څرګندیږي چې امریکا به د ایران د اتومي موافقې ووځي او دا کار به سیمې او امریکا ته ښه عواقب ونلري.

د ایران اتومې موافقه په ۲۰۱۵ کې شوې، خو احتمال شته امریکا تری ووځي
د ایران اتومې موافقه په ۲۰۱۵ کې شوې، خو احتمال شته امریکا تری ووځي

د ایران اتومي موافقه کې څه دي او ولی پرې اوس نیوکې کیږي؟

د ۲۰۱۵ کال د موافقې پر أساس، د ایران په اتومي پروګام بندیزونه ولګیدل او دا يي ایران ته ناممکن کړل چې یو اتومي بم جوړ کړي - په بدل کې يي امریکا او نړیوالې ټولنې پر ایران ډير لګیدلي بندیزونه لری کړل. خو پدې موافقه کې څو ډوله محدودیتونه ذکر شوي دي.

د موافقې د اصولو له مخې، ایران یوازی کولی شي چې تر درې سوه کیلوګرامه پورې لږ غني شوي یورانیم ولري. تردی مخکې ایران سل زره کیلوګرامه لوړه کچه غني شوي یورانیم لرل. دویم، ایران کولی شي تر دری اعشاریه اوه شپیته فیصده پورې یورانیم غني کړي چې د خپلو ریکټورونو دپاره سونګ مواد برابر کړي، خو دا د هغه نوي فیصدو نه ډير کم مقدار دی چې د یو اتومي بم جوړولو دپاره پکاریږي. پدې موافقه کې د سنټرفیوزونو شمیره هم محدوده شوې چې ایران يي د تولید قابلیت لري او یوازی د زړو او کمزوري ماډل سنترفیوزونو نه کار اخستلی شي.

ددی سربیره، ایران د ژورو اوبو منځ کې ریکټور هم بیرته بند کړ چې ونشي کړی پلټونیم تولید کړي او دا موافقه يي هم وکړه چې خپل د فردا په نوم د یورانیمو د غني کولو مرکز په یو لوی تحقیقاتي مرکز بدل کړي. دوئ پدې هم موافقه کړې چې د نړیوالې اتومي ادارې پلټونکو ته به د تفتیش کولو اجازه ورکوي او داسی سیستم به جوړوي چې د ملګروملتونو د څار ډلې د ایران نورې مشکوکې ساحې هم تفتیش کړی شي.

په بدل کې يي، د نړۍ قدرتونو هغه سخت اقتصادي بندیزونه لری کړل چې ایران يي د نړیوالې بانکدارۍ او د تیلو د نړیوالې سوداګرۍ بند کړې و. ددی موافقې له مخې، ایران دا اجازه ترلاسه کړه چې تجارتي الوتکې وپيري او نور تجارتي قراردادونه وکړي. ددی موافقې له مخې ایران خپلو هغو میلیاردونو ډالرو ته بیرته لاس رسی پیدا کړو چې بهرملکونو کې کنګل کړل شوي وو.

خو ددی موافقې له مخې ایران د بالستیک توغندیو د ازموینو او توغولو نه دی منع شوی. پدې موافقه کې ډير مهلتونه ټاکل شوي چې وخت يي په پوره کیدو دی. مثلآ، - په اته کلونو کې ایران کولی شي تر دیرشو نور پرمختللي سنټرفیوزونه و ازمویي، داسی شمیره چې ایران يي په اسانۍ کولې شي راتلونکي دوه کاله وروسته يي تطبیق کړي.

او د موافقې پنځلس کاله وروسته، د ایران په یورانیمو غني کولو او اتومي بټیو پر فعالیتونو ټول بندیزونه پای ته رسیږي.

دا اتومي موافقه د پخواني ولسمشر بارک أوباما د بهرني سیاست تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کیده. خو جمهور رئیس ډانلد ټرمپ چې دا موافقه یوه تباهي ګڼي او د ټولو نه بده موافقه یي بولي، کوشش کوي د أوباما کورني او بهرني اقدامات په شاه وتمبوي.

ټرمپ ځکه پدې موافقې انتقاد کوي چې وایي د ایران د بالستیکي توغندیو پروګرام يي پکې ندی شامل کړې یا په لبنان کې د حزب الله د ډلې او په سوریه کې د محاصره جمهور رئیس بشارالاسد نه د تهران ملاتړ پکې ندې یاد شوی. ټرمپ دا نیوکه هم لري چې ولی دا موافقه د موقت وخت دپاره شوې ده. ټرمپ پدې وجه هم انتقاد کړې چې د ایران دیکتاوري نظام ته ددی موافقې په برکت یو سیاسي او اقتصادي بقا ترلاسه کوي.

خو د ایران دننه، اکثریت خلک وایي د جمهور رئيس حسن روحاني د ژمنې سره چې ډیرې ګټې به پکې وي، تراوسه هیڅ ډول اقتصادي ګټې ندي ترلاسه کړي. اتوم د سولې له درشله تر د جګړې خبرداری!

د ایران اتومي پروګرام په اصل کې د امریکا په مرسته پیل شوی و. د "سولې دپاره اټوم" په نوم پروګرام له لارې، امریکا یو تجربوي ریکټور ایران ته وړی و، هماغه ریکټور په ۱۹۶۷ کال کې د شاه محمدرضا پهلوي په سلطنت کې انلاین شو. خو دا همکاري د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب کیدو سره پای ته ورسیده، ځکه سلطنت يي نسکور کړ.

ایران په ۱۹۹۰ کلونو کې خپل پروګرام وغزو او د پاکستان د اتومي پروګرام د مخکښه عالم عبدالقدیرخان نه يي تخنیکي امکانات وپیرل او له مخې يي اتومي بټۍ فعاله کړه. ایران د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې د یو اتومي بم د جوړولو ډیزاین هم ترلاسه کړ او د اتومي فعالیتونو د څار د نړیوالې ادارې په وینا، ایران د نورو چاودیدونکو موادو تحقیقات هم وکړل. د ۲۰۰۲ کال په اګست میاشت کې د لویدیځ استخباراتو او د ایران یوې سیاسي مخالفې ډلې په نتنز ښار کې د اتوم جوړولو یوه مخفي ساحه رسوا کړه.

ایران تر ننه پورې دا خبره ردوي چې ګوندی اتومي پروګرام يي د نظامي مقصد دپاره و.

مذاکرات او بندیزونه!

د دوه زرم کال په پیل کې، برتانیې، فرانسې او جرمني د ایران سره په اتومي موضوع خبرې پیلی کړې – هغه وخت امریکا پکې ګډون ونکړ. د ۲۰۰۳ کال په اکتوبر کې، ایران خپل د یورانیمو غني کول بند کړل. خو په ۲۰۰۶ کال کې د تندلاري ولسمشر محمود احمدي نژاد په حکومت کې بیرته پیل کړل. نړیوالو قدرتونو قاطع بندیزونه ولګول او تهران يي د نړیوال اقتصادي راکړې ورکړې وویست.

خو کله چې په ایران کې منځلاری ولسمشر حسن روحاني واک ته ورسیدو، امریکا د بارک أوباما په حکومت کې، د ایران سره په عمان کې پټې خبرې وکړې. ایران او د نړۍ ځواکمن هیوادونه بلاخره داسی نتیجې ته ورسیدل چې په ۲۰۱۵ کال کې يي اتومي موافقه لاسلیک کړه.

راتلونکې کې به څه کیږي؟

که چیرته ټرمپ لدې موافقې ووځي، داسی تمه کیږي چې اروپايي هیوادونه به کوشش وکړي پدې موافقه کې پاتې شي. ایران به پر امریکا خپلو نیوکو ته دوام ورکړي، خو له موافقې به ونه وځي، ځکه ایراني سوداګر تری ډيره ګټه ترلاسه کوي. په هر صورت کې، د امریکا وتل به په ایراني سیاست کې د حسن روحاني موقف کمزوری کړي او ډير امکان شته چې د ایران تندلاري سیاستوال بیا قوت پیدا کړي.

د ایران د اتومي موافقې په اړه د نژدې ټولو اړخونو تازه دریځونه پدې ویدیويي راپور کې وګورئ:

د ایران اتومي موافقه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

XS
SM
MD
LG