د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګو کې د زندان ماتولو هڅې کې ۱۲۹ تنه وژل شوي- چارواکي


مقامات وايي چې اوس حالت کنترول دی. تصویر د دغې پېښې نه دی.
مقامات وايي چې اوس حالت کنترول دی. تصویر د دغې پېښې نه دی.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د کورنیو چارو وزارت نن سه شنبه سپتمبر درېیمه (وږي ۱۳) وویل چې د دغه هېواد د یو تر ټولو لوی زندان د روازو د ماتولو په هڅې کې ۱۲۹ تنه وژل شوي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر جاکویمن شاباني په یو ویدیويي پیغام کې ویلي دي چې «ابتدايي تلفات ۱۲۹ تنه دي، په دوی کې ۲۴ تنه هغه کسان دي چې خبرداری هم ورکړل شوی و.»

دا پېښه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د مرکز کېنشاسا د مکالا په زندان کې شوې ده. وزیر شاباني وویل چې په پېښې کې ۵۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

عیني شاهدانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په سهار په ځايي وخت دوه بجې په زندان کې ډزې پیل شوې او څو ساعتونه روانې وې.

یو عیني شاهد دادي سوسو ویلي دي چې امنیتي ځواکونه یې ولیدل چې د پېښې په لومړیو ساعتونو کې یې په ګاډو کې مړي انتقالول.

مقاماتو نه دي ویلي چې څومره بندیان له زندان څخه تښتېدلي او یا څومره بندیانو د تېښتې هڅه کړې ده.

د حکومت ویاند پتریک مویایای د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ملي تلویزون ته ویلي دي چې «حالت کنترول» دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG