د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او روسیې دپلوماتانو په استانبول کې ولیدل


د امریکا او روسیې دپلوماتانو د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب نهمه) په استانبول کې ولیدل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه والي په اړه یې خبرې وکړي.

واشنګټن او مسکو تر دې مخکې څو ځلې د یو بل دپلوماتان شړلي وو او د اوکراین د جګړې له کبله په تېرو دریو کلونو کې د یو بل خلاف وو.

د روسیې رسمي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو دپلوماتانو شپږ ساعته خبرې وکړې او د خپلو سفارتونو په اړه د موجوده اندېښنو د حل کولو هڅه یې وکړه.

تر دې مخکې یو امریکايي مقام ویلي وو چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې سوناتا کاولتر د امریکايي پلاوي مشري کوله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شمالي اتلانتیک د برخې مشر الکساندر داچیف د روسي پلاوي مشر و.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو او سفارتونو ځینې نور چارواکي هم په دغو خبرو کې وو.

دا ملاقات د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د تعامل تازه پېښه ده چې په روانې میاشتې کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له تیلیفوني خبرو وروسته کېږي.

د مسکو او واشنګټن د اړیکو د بیا احیا کولو هڅه تېره اونۍ په ریاض کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو مارکو روبیو او سرګي لاوروف په مذاکراتو کې وشوه، که څه هم دا خبرې د اوکراین د جګړې ختمېدو په اړه وې.

مارکو روبیو د فبرورۍ په ۱۸ له دغه ملاقات وروسته وویل چې دواړو خواو د اړیکو د ښه کولو او د اوکراین د جګړې په ختمولو موافقه وکړه.

روبیو له دغه ملاقات څخه وروسته اسوشیتډپرس ته وویل چې خبرې په دریو ټکو متمرکزې وې: «په واشنګټن او مسکو کې د دواړو هېوادونو د سفارتونو د دیپلوماتانو بیا استول، د اوکراین د سولې د خبرو د حمایت لپاره د لوړ پوړیو ډلو استول او د اقتصادي همکاریو او نژدیو اړیکو ارزول.»

په بهرني سیاست کې د پوتین مشاور یوري اوشاکوف، چې له روبیو سره ملاقات لپاره د مسکو په پلاوي کې و، ویلي دي، چې «موږ په خپلو اساسي موضوعګانو خبرې وکړې او موافقه مو وکړه، چې جلا مذاکره کوونکې ډلې دې په تماس کې» وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG