په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې چې پخوا په زیاته کچه په کې کوکنار کرل کېدل، اوس ډېری کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده. د احمدالله په نوم ددغه ولایت یو تن کروندګر وایي چې په خپلو پټیو کې یې ګلپي کرلي چې ښه وده یې کړې ده.
په کندهار کې د انګورو بڼوال او سوداګر وایي چې سږ کال د انګورو په کاروبار کې له سختو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دې ستونزې لوی لامل پاکستان ته د انګورو په صادراتو د زیاتو مالیاتو وضع کول بولي.
د کندهار کروندګر نیک محمد وایي چې سږکال اوبه زیاتې وې، خو ږلۍ یې حاصلاتو ته زیان رسولی دی. هغه وايي چې د ږلۍ له امله یې پالیزونه خراب شوي او د حاصلاتو کچه راټېټه شوې ده. نیک محمد شکایت لري چې نه حکومت او نه خیریه مؤسسې د ږلۍ له امله زیانمنو کروندګرو سره مرسته کړې ده.
په کندهار کې د کوکنارو یو شمېر پخواني کروندګر چې د طالبانو د حکومت لخوا د کوکنارو پر کرکیلې د بندیز وروسته د بدیلو کښتونو لکه تور بانجان کښت کوي، وایي چې دغه کښتونه د کوکنارو د ګټې ځای نشي ډکولی.
له پاکستان څخه یو شمېر نوي راستانه شوي کډوال چې اوس وخت په کندهار ولایت کې مېشت دي، د سبزیو په کرکېله بوخت دي، خو دوی ګیله لري چې پدې برخه کې ور سره نه حکومت او نه هم خیره مؤسسو مرسته کړې ده
په کندهار کې یو شمېر کروندګر د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د سبزیو د ترویج په هڅه کې دي. د بلال احمد په نوم ددغه ولایت یو تن کروندګر چې په خپله ځمکه کې یې کریړې (تریخ کدو) کرلي، وايي چې د دې محصول له حاصل څخه خوشحاله دی.
د کندهار ولایت د انګورو بڼوال او د تازه میوو سوداګر وایي، چې د دوی د انګورو د صادراتو پر وړاندې پاکستاني اړخ یو ځل بیا خپلې دروازی تړلي دي چې له دې کبله بڼوال د سختو تاوانونو او ننګونو سره مخ دي.
د کندهار ولایت یو شمېر کروندګر وایي چې د دوی کرنیز محصولات په خورا ټیټه بیه پلورل کیږي او د مارکیټ نشتون یې لویه ستونزه ده. محمد ولي، چې د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي چې اوس یې ټوله تکیه پر کورني مارکیټ ده، خو په خبره یې، کرنیز محصولات یې په ټیټه بیه پلورل کېږي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ یو کروندګر وایي، که څه هم سږ کال اوبه زیاتې وې، خو د ږلیو او خراب موسم له امله یې د غنمو حاصلاتو ته زیان اوښتی دی.
نعناع او ځيني نور سبزي چې د خوراک تر څنګ په طبابت کې هم ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، پدې وروستیو کې یې کښت د کندهار او هلمند په ولایتونو کې زیات شوی دی. په کندهار کې د نعناع یو کروندګر وحیدالله وایي، د ژمي په موسم کې له خپلو حاصلاتو ځکه ښه ګټه اخلي چې په ګاونډیو ولایتونو کې پلورل کیږي.
په کندهار کې یو شمېر بزګران د اوبو له کموالي څخه شکایت کوي او وايي چې د کرنې لپاره په کافي اندازه د اوبو اساسي او دایمي سرچینې نه لري. دوی زیاتوي چې اوس هم د باراني اوبو پر تکیه، کرکیله کوي، خو دا اوبه د دوی د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي او د ژورو څاه ګانو د کیندلو وس هم نه لري.
په کندهار کې کروندګر وایي سږ کال یې حاصلاتو تر نورو کلونو ښه وده کړې ده، خو بیا هم اندېښنه لري چې د حاصلاتو له لپاره یې ښه مارکېټ نشته، ترڅو حاصلات په لوړه بیه وپلوري.
په جنوب کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې ځينې سرچينې وايي، چې د پوليو (ګوزڼ) دوه نوې پېښې د کندهار په لویه ویاله او د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.
په کندهار کې د کوکنارو یو تن پخوانی کروندګر چې اوس یې پر خپلو پټیو کې د خټکيو پالیزونه کرلي دي، وایې چې کښت یې د نباتي افاتو له کبله سخت زیانمن شوی دی.
روغتیاپالان وايي چې د اوړي په موسم کې په کندهار کې هوا ګرمه وي او ماشومان په ویالو او ډنډونو کې لامبو وهي، چې دا به د پولیو (ګوزڼ) د خپریدو لامل شي.
په کندهار کې کروندګر وایي، ځمکني توتان چې د کوکنارو یو له ښو بدیلو کښتونو څخه شمېرل کېږي او دوی یې په کرلو کې ښه تجربه تر لاسه کړې، خو سږ کال یې د نباتي افاتو له كبله د حاصلاتو کچه ډېره ټیټه شوې ده.
په کندهار کې ځینې کروند ګر وایي چې حاصلات یې په ټېټه بیه پلورل کيږي او خپل کړی لګښت هم نشي پوره کولی. نثاراحمد چې په خپله کرونده کې یې تور بانجان کرلي دي، وایې چې حاصلاتو یي ښه نتیجه ورکړې ده، خو نوموړی د مارکېټ له نشتوالي څخه شکایت کوي.
په کندهار کې د تازه میوو موسم پیل شوی او د نورو کلونو په پرتله د میوو حاصلات د کیفیت او کمیت له اړخه هم ښه دي، خو بڼوال او د میوو کاروباریان بیا میوو ته د بازار له نشتون څخه شکایت کوي.
په کندهار کې اوسمهال د هغو نویو باغونو حاصلات مارکېټ ته راوتلي دي، چې درې او یا څلور کاله مخکې جوړ شوي وو.
د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ چې د کوکنارو د کرکېلې له اړخه په وروستیو څو لسیزو کې مشهوره وه، اوسمهال د کوکنارو پرځای، د خیریه مؤسسو له خوا د بادامو د باغدارۍ د ترویج هڅې په کې زیاتې شوي دي.
نور پورته کول