روغتیاپالان وايي چې د اوړي په موسم کې په کندهار کې هوا ګرمه وي او ماشومان په ویالو او ډنډونو کې لامبو وهي، چې دا به د پولیو (ګوزڼ) د خپریدو لامل شي.
په کندهار کې کروندګر وایي، ځمکني توتان چې د کوکنارو یو له ښو بدیلو کښتونو څخه شمېرل کېږي او دوی یې په کرلو کې ښه تجربه تر لاسه کړې، خو سږ کال یې د نباتي افاتو له كبله د حاصلاتو کچه ډېره ټیټه شوې ده.
په کندهار کې ځینې کروند ګر وایي چې حاصلات یې په ټېټه بیه پلورل کيږي او خپل کړی لګښت هم نشي پوره کولی. نثاراحمد چې په خپله کرونده کې یې تور بانجان کرلي دي، وایې چې حاصلاتو یي ښه نتیجه ورکړې ده، خو نوموړی د مارکېټ له نشتوالي څخه شکایت کوي.
په کندهار کې د تازه میوو موسم پیل شوی او د نورو کلونو په پرتله د میوو حاصلات د کیفیت او کمیت له اړخه هم ښه دي، خو بڼوال او د میوو کاروباریان بیا میوو ته د بازار له نشتون څخه شکایت کوي.
په کندهار کې اوسمهال د هغو نویو باغونو حاصلات مارکېټ ته راوتلي دي، چې درې او یا څلور کاله مخکې جوړ شوي وو.
د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ چې د کوکنارو د کرکېلې له اړخه په وروستیو څو لسیزو کې مشهوره وه، اوسمهال د کوکنارو پرځای، د خیریه مؤسسو له خوا د بادامو د باغدارۍ د ترویج هڅې په کې زیاتې شوي دي.
په کندهار کې بڼوال که څه هم سږ کال د انارو ښو حاصلاتو ته هیله من دي، خو په ورته وخت کې د بازارموندلو په اړه لږ اندیښمن دي.
د خولفې په نوم سبزي چې په اصل کې په طبعي ډول په عامو کروندو او ځمکو کې پیدا کېږي، اوسمهال په کندهار او شاوخوا ولایتونو کې د کروندګرو له خوا د نورو سبزیو په ډول کرل کېږي
په کندهار کې کروندګر وایې چې د سړو خونو د نشتوالي له امله خپل کرنیز حاصلات نشي ذخیره کولی، ځکه خو اړ دي چې په ټيټه بیه یې وپلوري. نثاراحمد چې پر خپلې ځمکې یې د جوارو کښت کړی دی وایي، چې اوس کروندګر د داسي تخمونو د کرلو په فکر کې دي چې سړو خونو ته اړتیا ونلري او ذخیره کول یې ورته اسانه وي.
په کندهار کې کروندګر د سبزیو له حاصلاتو خوښ دي او وایي د ځېنو نورو غله دانو په پرتله د سبزیو حاصلات ښې پیسې جوړوي.
په کندهار کې یو شمېر کروندګر د خپلو ځمکو د غنمو له ګټې څخه خوښ ندي او وایي هغه تمه یې چې د غنمو عوایدو ته درلوده تر لاسه نشوه.
په کندهار کې د پالیزونو کروندګر د مارکېټ له نشتوالي څخه شکایت کوي او وايي چې د کښت د پاللو لپاره سختې ستونزې ګالي، خو کله چې حاصل یې ورسيږي نو په مارکېټ کې په ټيټه بيه پلورل کيږي.
په کندهار کې په شنو خونو کې د زراعتي توکو کرکیله مخ په زیاتېدو ده او په دغه ولایت کې کروندګر وایي په شنوخونو کې د سبزیو کرل کمو اوبو ته اړتیا لري. هیواد ته راستانه شوي کروندګر وایي، د سبزیو د کښت او ترويج په برخه کې خپلي ترلاسه کړي تجربې په خپل هيواد کې عملي کوي.
د هینجې کښت چې د کوکنارو یو له ښو بدیلونو څخه ګڼل کیږي او پدې وروستیو کې یې کښت د افغانستان په جنوبي ولایتونو په تېره بیا په کندهار کې هم ترویج شوې ده، اوسمهال یې د شیرې د ټولولو موسم دی. په لومړي ځل ۴ کاله وړاندي د کندهار يو شمېر کرونده ګرو د هینجې ازمایښتي کښت کړی وو، چې ښه پایله یې ور کړې ده.
په کندهار کې یو زیات شمېر بڼوال چې په نوې بڼه یې د انګورو بڼونه جوړ کړي، وایي چې دغه راز بڼونه په لږ لګښت سره جوړیدای شي.
په افغانستان کې د هلمند روغتیايي مسؤولین وايي چې په دغه ولایت کې د پولیو (ګوزڼ) یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.
د افغانستان په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې مسؤولین وایي چې د هوا په تودېدو سره يې د ګوزڼ (پولیو) ناروغۍ د مخنيوي لپاره په هرو څلورو اونیو کې یو کمپاین پلان کړی دی او ژر به یې پلی کړي.
په کندهار کې یو زیات شمېر کروندګر د نورو کرهڼیزو فعالیتونو تر څنګ د زراعتي غواګانو د فارمونو جوړولو ته هم مخه کړې ده او د دوی په وینا په کندهار کې د لبنیاتو لپاره د پام وړ مارکیت شته دی.
سږ کال په کندهار کې توتان د اورښتونو له کبله له خپل اصلي وخت څخه څو اونۍ وروسته پاخه شوي دي.عموما د پسرلي په دوهمه میاشت ثور کې د کندهار توت پاخیږي، خو سږکال د جوزا په میاشت کې پاخه شوي دي او د توتانو د یو شمېر باغدارانو په ويناء اقلیمي بدلونونو د دوی په حاصلاتو هم تاثیر کړی دی.
نور پورته کول