د افغانستان ورو توپ اچونکي مجیب ځدراڼ نن د هند د لوبډلې کپتان ویرات کولي وسوځاوه. د هند دا لوبغاړی اوس مهال په یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی دی.
افغانستان د آیرلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړله او د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته یې لار پیدا کړله. د نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۱۹ کال د مې د میاشتې په دیرشمې نیټې په انګلستان کې پیل کیږي.
د افغانستان لوبډله خپله وروستۍ لوبه د آیرلینډ سره لري. که هرې لوبډلې دا لوبه وګټله د ۲۰۱۹ نړیوال جام ته وځي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په دویم پړاو (سوپر سیکس) کې دویمه لوبه د عربي متحده اماراتو د لوبډلې نه په پنځو لوبغاړو وګټله.
د افغانستان د کرکټ ځوان لوبغاړي مجیب ځدراڼ په نړۍ کې لومړنی لوبغاړی شو چې په کم عمر کې پنځه لوبغاړي په نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کې سوځوي.
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د روانو پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په دریمه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړله.
د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړله او پدې سره یې د پنځو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو لړۍ په بري پیل کړه.
د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ملت ته په لومړنۍ کلنۍ وینا کې د مالي اصلاحاتو، سوداګرۍ او اقتصادي موضوعاتو تر څنګ د تروریزم سره د مبارزې په هکله خبرې وکړلې.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته په ټیلیفون کې ویلي دي چې د ترویزم ضد جګړې کې افغانستان یوازې نه پریږدي.
افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام سیالیو په نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل کې د اسټرالیا او د هند لوبډله د پاکستان سره سیالي کوي.
افغانستان د نولس کلنو د نړیوال جام په سیالیو کې د نیوزلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړله او د روانو سیالیو نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل ته یې لار پیدا کړله.
د اسټرالیا لوبډلې په کوراټر فاینل کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د ۲۰۱۸ جام د نړیوالو سیالیو نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته ووتله.
په کابل کې د انټرکانټیننټل په هوټل باندې برید ۱۲ ساعته وروسته ختم شو. ۱۴ بهرنیان او څلور افغانان په کې وژل شوي. طالبان وايي دوی کړی دی.
د افغانستان د نولس کلنو لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې دریمه او وروستۍ لوبه په آیرلینډ وبایلله او پخپل ګروپ کې په دویم مقام راغی.
د افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبډلې ته د بیټنګ،بالنګ او فیلډنګ لپاره درې بهرني روزوني ګمارلي دي.
پاکستان په کرکټ کې په یوه ورځ درې لوبې وبایللې. پاکستان یوه لوبه په افغانستان، بله په نیوزلینډ او دریمه په هند وبایلله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لویو وچو د جام په سیالیو کې د عربي متحده اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړله او پدې سره یې د اتلولۍ جام وګاټه.
په کابل کې د شپږیزې سیالیو د پرونیو سیالیو د نندارې لپاره دومره زیات شمیر افغانان ورغلي و چې ساری یې نه درلود.
د پاکستان کرکټ بورډ یوې ځانګړې محکمې د چارشنبې په ورځ د غونډې نه وروسته شرجیل خان د رشوت خورۍ په قضیې کې مجرم وګاڼه.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملي امنیت سلاکار افغانستان ته د دې پاره ځي چې د افغان او ناټو متحدینو سره وغږیږي.
نور پورته کول