د روزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د هوايي حملې پرمهال ۷ افغان سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې په باباجي سیمه کې د ګډو افغان ځواکونو په پيل شویو عملیاتو کې ۷ تنه وسله وال طالبان او یو تن هم د ملي پوځ سرتېری وژل شوی.
سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه ستر مرکز د عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۲ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
د کندهار ولایت مقامات وایي په یو موټر کې د ځای پر ځای شویو بمونو په چاودنه کې وسله والو طالبانو ته ستره مرگ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند ولایتي مقامات وايي، په دغه ولایت کې د ملکي مرګ ژوبلي د رامنځته کېدو په اړه جدي پلټنې کوي.
په افغانستان کې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله نوې پېښه نن سې شنبې د «لېندۍ پر شپږ مه» په روزګان ولایت کې ثبت شوې ده.
د هلمند امنیتي مقامات وايي، په دغه ولایت کې د تېرې شپې د رامنځته شویو ملکي تلفاتو په اړه پلټنې پيل شوي دي.
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې نن شنبه تر غرمې مخکې د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې د لوېدو پېښه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ په بند تیمور په سیمه کې د قاطع ملاتړ ځواکونو په هوايي بریدونو کې د وسله والو طالبانو یو لوی ...
د اروزګان امنیتي مقامات وايې چې په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د غیرې مسئولو وسله والو سیمه ییز قومندان حکیم شجاعي ټپي شوی او مرستیال يې وژل شوی دی.
هلمند ته د ولسمشر د سفر پر مهال نن سهار یکشنه ( لړم ۶) پر لښګرګاه ښار باندې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري ۳ توغندي لګیدلي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، نن د شنبې د سهار په اوو بجو (لړم ۵ مه) د کندهار ولایت مرکز او ولسوالیو کې د رایې اچونې په ۱۷۲ مرکزونو کې د رایې اچونې بهیر پیل شوی دی.
کندهار ولایتي چارواکي وايي، ټاکل شوې، سبا د شنبې په ورځ به په دغه ولایت کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.
اجرائیه رئیس عبدالله وویل پر چنرال عبدالرازق باندې برید د افغانستان د دښمنانو له خوا شوی، چې د برید ځای او د برید نیت هم ورته څرګند دی.
جمهور رئیس غني نن سه شنبه د جنرال عبدالرازق د کورنۍ او د کندهار له خلکو سره د دغه ولایت د پخواني امنیه قومندان د مړینې له امله د خواخوږۍ د څرګندولو لپاره کندهار ته رسیدلی دی.
د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له وژل کیدو وروسته نن د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ سرپرستي د جنرال رازق کشر ورور تادین خان اڅکزي ته وسپارله.
د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق جنازه نن د جمعې په ورځ د غرمې وړاندې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د خرقې شریفې د پارک په سیمه کې، چې د والي دفتر مخ ته پرته ده خاورو ته وسپارل شوه.
د کندهار په پېښه کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د دغه ولایت د امنیت مشر عبدالمومن حسین خیل وژل شوي دي.
هلمند کې سیمهییز چارواکي وايي، چې نن سهار ۹:۳۰ بجې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه کې، ولسي جرګې ته کاندید د عبدالجبار قهرمان په ټاکنیز دفتر کې چاودنه شوې ده.
پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د غځولو په غبرګون کې د افغان سرحدي قواوو او پاکستاني ملېشه وو تر جګړې وروسته د دوهمي ورځي لپاره هم د چمن – سپین بولدک لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
نور پورته کول