د زابل ولایت امنیت امر امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د میزانې په ولسوالۍ کې جګړه تائید کړه، خو په دې هکله یې د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې.
طالبانو تیره شپه د زابل د مرکز او د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ ترمنځ د افغان پوځ په یوه قرارګاه او د پکتیکا د خوشامند پرلسوالۍ بریدونه کړي، چې دواړو خواو ته یې مرګ ژوبله اوړیدلې.
د افغانستان روغتیایي چارواکي وایي، چې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې یو ماشوم په پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ولسي جرګې د یو کاندید صالح محمد اڅکزي پر ټاکنیز دفتر ځانمرګي برید کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.
چارواکي وايي،د کندهار معروف ولسوالۍ کې تیره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو وروسته په بمبارۍ کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي.
دا د قطر هیواد د سرې میاشتي د ټولنې لخوا په جنوب کې لمړنی فعالیت دی چې د روغتیا په برخه کې يې پيل کړ.
د کندهار ولایتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د معروف ولسوالۍ د نیولو لپاره تیره شپه د ولسوالۍ پر مرکز پراخه بریدونه وکړل، خو افغان ځواکونو بیرته په شاوتمبول.
د افغانستان په کندهار کې د پولیو یوه بله پېښه هم ثبت شوې ده چې په دې سره په دغه هېواد کې سږکال د ولیو د ټولو پېښو شمېر ۱۵ ته لوړ شو.
د افغانستان د عامې روغتیتایي وزارت وایي، چې په کندهار کې یوه ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.
د کندهار په ولایت کې امنيتي مقامات ادعا کوي، چې د دغه ولایت په لویدیځ کې افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پرمرکزونو عملیات کړې، چې په پایله کې ۴۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.
د زابل ولایت مقاماتو ویلي د دغه ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې یو بندي طالب تیر ماښام (د تلې په لومړۍ نیټه) د لمانځه پر مهال د دغې ولسوالۍ د امینه قومندانۍ د یو پولیس څخه وسله اخیستې او پر پولیسو یې ډزې کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کندهار ولایت مرکز د نهمې ناحیې په لویه ویاله سیمه کې یو ماشوم په پولیو یا د ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې دی.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې د شملزو له ولسوال سره يې زوی هم د وسله والو تر غلچکي برید لاندې راغلی او ټبپي شوی دی.
هلمند کې چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې دوو ځانمرګو بریدګرو غوښتل، چې د دغه ښار په ګڼ میشته سیمه کې برید ترسره کړي، خو د هدف وړاندې د بریدګرو موټر چاودنه کړې، چې دواړه بریدګر او یو لاروی یې ټپیان کړي دي.
د کندهار امنیتي مقامات وايي، چې پر میوند ولسوالۍ يې د وسله والو طالبانو د لوی برید مخه نیولې او دغې ډلې ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر یوه کور د هاوان د ګولی د لګېدو په پېښه کې ۶ تنه ملکي کسان وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي ، چې تول د یوې کورنۍ غوي دي.
د کندهار – هرات پر لویه لار نن سهار وختي په ژړۍ ولسوالۍ کې د يوه بس او لارۍ ترمنځ د ټکر په پېښه کې ۱۵ مسافر وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان شوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د اروزګان ولایت په شهید احساس والسوالۍ کې یو ماشوم په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی دی.
په کندهار ښار کې د پیچکارۍ په وسیله او په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د پولیو د څاڅکو ورکولو کمپاین پیل شي.
نور پورته کول