د فاریاب ولایتي شورا وايي، چې ځانګړو افغان ځواکونو تیره ورځ ناوخته د جنبش ګوند یو مهم قوماندان نظامالدین قیصاري نیولی دی.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د اوتار سنګهـ خالصه پر ځای ولسي جرګې ته د افغان سیکانو او هندوانو د بل نوماند د معرفي کولو پر سر کار پیل کړی دی.
د افغانستان د ملي اردو د کومانډو ځواکونو چارواکي وايي، چې په فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ نښته کې د کومانډو ځواکونو شپږ سرتیري وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۲۴ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۹ کسه د مخدراتو د قاچاق په شک نیول شوي دي.
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې عبدالله عبدالله د ناټو سازمان د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره، د دغه سازمان د سرمنشي بلنه منلې ده.
د میدان وردک ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې د کابل - کندهار لویه لاره تیره ورځ ناوخته د ترافیکو پرمخ بېرته پرانیستل شوه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غزني ولایت د اوسیدونکو د اعتراضونو په نه پس دا پریکړه وکړه.
د میدان وردک ولایت سیمهییز چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو تیره ورځ د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې یو پُل په بمونو الوزولی، چې له امله یې دغه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې مرستندویو هیوادونو او نړیوالو بنسټونو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د مرستو د صندوق کمېټې (ARTF) په غونډه کې، له افغانستان سره د ۲.۴۸۵ میلیارد امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه کړې.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي د افغانستان په زندانونو کې ۳۰سلنه بندیان د نشه يي توکو کاروباریان او قاچاق کوونکي جوړوي.
راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د شاوخوا ۴ زره احتمالي نوماندانو اسناد څیړل شوي دي.
د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، افغان ځواکونو د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې د مخدراتو د ۱۸۶ قضیو په تړاو ۲۳۰ تنه نیولي او دوسیې یې د څیړنو لپاره یاد مرکز ته سپارلي دي.
وروسته له هغې، چې وسلهوالو طالبانو د هلمند د سولې کاروان د غړو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ، د دغه کاروان غړو نن د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۳) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولی (یوناما) دفتر مخې ته پرلت وکړ.
د پاکستان ولسمشر ممنون حُسین په تاجکستان کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضلالله په وژلو کې د افغانستان د فعالې ونډې له امله مننه کوي.
د افغانستان بریښنا شرکت وايي، د خپلو پورونو د ترلاسه کولو لپاره د نوې کړنلارې له مخې به هغه کسان د درنو جرمونو څارنوالۍ ته وروپیژندل شي، چې له پنځه میلیون افغانیو څخه زیات پور ورباندې دی.
د افغانستان اجرائیه ریاست ویلي، چې عبدالله عبدالله د تاجکستان د صدراعظم په رسمي بلنه د چهارشنبې په ورځ پلازمینې دوشنبې ته سفر کړی او ټاکل شوې چې د اوبو په اړه په یو نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
د افغانستان د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز چارواکي وايي، افغان کشفي او امنیتي ارګانونو په تیره یوه اونۍ کې د نشهيي توکو د قاچاق د ۱۳ قضیو په تړاو ۱۶ تنه نیولي دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روان میلادي کال کې څه باندې ۳۳۲ زره افغان کډوال، چې لویه برخه یې په ایران او پاکستان کې میشت وو، له بهر څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
له هلمند څخه کابل ته د سولې راخوځېدلی کاروان له څه باندې یو میاشتې پلي مزل وروسته نن د دوشنبې ورځې په سهار کابل ته ورسید.
ننګرهار کې چارواکي وايي، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د جلالآباد ښار د پښتونستان واټ په سیمه کې ځانمرګي برید له لسو زیات کسان وژلي او دیرش تنه نور یې ټپیان کړي دي.
نور پورته کول