د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر د چهارشنبې په ورځ مارچ پنځمه (کب۱۵) د خپلو هغو سرتېرو سرښندنې او مېړانه وستایله، چې د ایتلافي ځواکونو سره یو ځای په افغانستان او عراق کې جنګېدلي او یا وژل شوي دي.
نوموړي په پارلمان کې د خبرو په مهال د هغو شپږو بریتانوي سرتېرو یاد تازه کړ او ورته یې د درناوي مراتب وړاندې کړل، چې ۱۳ کاله مخکې په همدې ورځ په افغانستان کې د ګزمې په وخت کې وژل شوي وو. د هغوی په موټر د سړک په غاړه ښخ شوی ماین چاودېدلی و.
سټارمر وویل: «دغه سړي د خپل هېواد لپاره او زموږ د هېواد لپاره وجنګېدل او مړه شول.» د بریتانیا صدراعظم زیاته کړه چې په تېرو شاوخوا ۲۰ کالونو کې «په افغانستان او عراق کې۶۴۲ بریتانوي افراد (سرتېري)، چې زموږ د ایتلافیانو ترڅنګ د بریتانیا لپاره جنګېدل، وژل شوي او ډېر نور ژوبل» شوي دي.
اسوشیتډ پرس په خپل راپور کې ویلي دي چې د بریتانیا د صدراعظم د دغو څرګندونو اشاره د متحدو ایالتونو د ولسمشر د مرستیال جي ډي وینس هغو څرګندونو ته وه، چې له روسیې سره د سولې له تړون وروسته یې اوکراین ته د استول کېدونکي سوله ساتي ځواک د وړتیا په اړه کړې وې.
بریتانیا او فرانسې ویلي دي چمتو دي چې د سولې له هر تړون وروسته اوکراین ته سوله ساتي ځواک واستوي، خو له متحدو ایالتونو څخه اضافي همکاري غواړي.
د ولسمشر ټرمپ جي ډي وینس په همدې اونۍ کې له «فاکس نیوز» سره په مرکې کې وویل، چې له کیف سره یو اقتصادي تړون چې ولسمشر ټرمپ یې غواړي، «د ځینو هېوادونو، چې په تېرو ۳۰ او ۴۰ کالونو کې یې هېڅ یوه جګړه هم نه ده کړې، د ۲۰زرو سرتېرو (تر استولو) هم ډېر غوره امنیتي تضمین» دی.
که څه هم وینس په ښکاره د کوم هېواد نوم وانخیست، خو د هغه دغو څرګندونو په بریتانیا او فرانسې کې ځینې انتقادونه پارولي دي.
د برتیانیا صدراعظم سټارمر په خپلو خبرو کې د وینس نوم وانخیست، خو زیاته یې کړه چې هغه او د پارلمان نور استازي به یې هېڅکله هم د برتیانوي ځواکونو «مېړانه او سرښندنه هېره» نه کړي.
د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه نېټه په متحدو ایالتونو باندې د القاعده ډلې له ترهګریزو بریدونو وروسته، د بریتانیا ځواکونه د امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه په افغانستان اوعراق کې وجنګېدل.
فرانسې هم د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې افغانستان ته سرتېري استولي وو.
له بریتانیا او فرانسې پرته لا کوم بل هېواد نه دي ویلي چې اوکراین ته به سوله ساتي ځواکونه استوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېڅ ډول امنیتي ضمانت وړاندیز نه دی کړی او ویلي دي چې له اوکراین سره اقتصادي تړون په اینده کې د روسیې د برید د مخنیوي لپاره کفایت کوي.
امریکا غواړي اوکراین د خپلو ځمکنیو معدنونو په اړه ورسره تړون وکړي. زیلینسکي ویلي دي چمتو دی دا تړون لاسلیک کړي، چې امریکا د اوکراین نادرو معدنونو ته د اوږد مهال لاسرسي حق ترلاسه کړي، چې د امریکا د تکنالوژۍ د محصولاتو لپاره ورته ضرورت لري.
امریکا دا مهال له اوکراین سره مرستې او د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړي دي.
فورم \ دبحث خونه