د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر اسرائیل غږ کړی چې د غزې په تړانګه کې په جګړه کې "ریښتینې او اوږدمهاله وقفه" پلې کړي ترڅو دغې تړانګې ته اړینې بشري مرستې ورسیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کیدو یوه اونۍ وروسته وویل چې له واشنګټن سره د اختلافاتو د حل کولو لپاره د خبرو لارې اوس هم پرانیستي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ نن سه شنبه نومبر ۱۲ (لړم۲۲) وویل چې د کرکټ له نړیوالې شورا (آی سي سي) څخه یې وضاحت غوښتی چې ولې هند نه غواړي د چمپین ټرافي سیالیو لپاره خپله لوبډله پاکستان ته واستوي.
د چاد پوځ نن دوشنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۱) وویل چې د بوکو حرام اورپکو د پوځ په یو مرکز برید کړی چې په کې ۱۷ سرتېري او ۹۶ اورپکي وژل شوي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۲۰) وویل چې د هند کرکټ بورډ نه غواړي د چمپین ټرافي سیالیو لپاره خپله لوبدله پاکستان ته واستوي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي چې تېره شپه جنګي الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو د وسلو زیرمې په نښه کړې دي.
د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) د ایران د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د پوځ مشر تهران ته ځي.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیس د پنجشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم۱۷) وویل چې نوی قانون به تصویب کوي چې د ۱۶ کلونو څخه په کم عمر ماشومانو باندې د ټولنیزو رسنیو کارول بند شي.
د جنوبي کوریا پوځ وايي چې د شمالي کوریا د اوږد واټن ویشتونکي توغندي د ازموینې په غبرګون کې یې له جاپان او متحده ایالاتو سره ګډ هوايي تمرین کړی چې درنه بمباري هم په کې شامله وه.
د ټیک ټاک په یوه ویډیو کې یو برېتور پاکستانی لوټمار ښکاري چې د پولیسو شمېرې ته زنګ وهي او ورته ګواښ کوي چې چا دده په سر انعام ایښی دی.
د ایران حکومت په تهران کې د جرمني شارژدافیر احضار او خپل «سخت اعتراض» یې ورته څرګند کړی دی. جرمني د تهران له لوري د خپل یو تبعه د اعدام په ضد د ایران د دریو کونسلګرو د تړلو پرېکړې کړې ده.
متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم۱۰) وویل چې د شمالي کوریا څه باندې ۸۰۰۰ سرتېري چې د جګړې لپاره په روسیې کې روزل شوي، د اوکراین سرحد ته رسېدلي دي.
په لبنان کې د حزب الله ډلې نوي مشر د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم نهمه) وویل چې چمتو دي له اسرائیل سره د یو لړ ځانګړو شراطیو په اساس د سولې تړون وکړي.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټاګون) د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم اوه) وویل چې شمالي کوریا روسیې ته تقریبآ ۱۰۰۰۰ سرتېري استولي چې و روزل شي. مخکې دا شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ ښودل شوی و.
د اسرائیل د دفاع وزارت نن دوشنبه اکتوبر ۲۸ (لړم اوه) اعلان وکړ، چې د خپل هوايي حریم د ساتلو لپاره د لیزر د هوايي دفاع سیستم چې د «اوسپنې وړانګه» نومېږي، په چټکې پراختیا باندې ۵۳۰ میلیون لګوي.
د ټولنیزو رسنیو «ایکس» شبکې نن دوشنبه اکتوبر ۲۸ (لړم اوه) هغه حساب ځنډولی، چې څو ورځې مخکې پرانیستل شوی و او د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په استازیتوب یې په عبراني (عبري) ژبې پوستونه او مواد خپرول.
په اوزبیکستان کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۸ (لړم اووم) د پارلماني ټاکنو ابتدايي پایلې ښکاره کوي چې د ولسمشر شوکت میرضایف ته ژمن ګوند ګټلې دي.
پوتین: هیله لرم لویدیځ له ناټو سره د مخامخ جګړې د امکان په اړه زما خبرداری اورېدلی وي
نور پورته کول