په غزې کې د حماس او اسلامي جهاد ډلو د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغه اومه) د «غزې تصفیې» او مصر او اردن ته د فلسطینیانو د انتقال په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په اړه تند غبرګون ښودلی.
د متحده ایالاتو د کانګرس سنا مجلس د جمعې په ورځ، جنوري ۲۴ (سلواغې پنځم) د امریکا د پوځ یو پخوانی افسر او د فاکس خبري شبکې د یوې خپرونې مجري پیټ هګست د متحده ایالاتو د دفاع وزیر په توګه تائيد کړ.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر، مارکو روبیو جمعه جنوري ۲۴ ( سلواغې پنځمه) په یو یاداشت کې د مصر او اسرائیل تر منځ د نړۍ په ټولو هیوادونو د امریکا مرستې بندې کړي.
د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۳ (سلواغه څلورم) جان رکلیف د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) د مشر په توګه تائید کړ او په دې سره د ولسمشر ټرمپ په امنیتي ټیم کې یوه کلیدي څوکۍ ډکه شوه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ محافظه کاره فعال او لیکوال برنټ بوزل د امریکا د نړیوالو رسنیو د ادارې د مشر په توګه وټاکه.
د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت چارواکي وايي چې په راتلونکو څو ورځو کې به له مکسیکو سره د امریکا د جنوبي سرحد د امنیت لپاره د پوځ ۱۵۰۰ فعال ځواکونه واستول شي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا ډیپلوماسي پر اساسي ملي ګټو تمرکز کوي.
د امریکا لوړپوړې دموکراته سناتوره جین شهین د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه اجرائیوي فرمان مخالفت کړی، چې له مخې یې په متحده ایالاتو کې د کډوالو د بیا میشتېدو پروګرام ځنډول شوی دی.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وایي چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یې د سري خدمت امنیتي ملاتړ پای ته رسولی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه جنوري ۲۰ ( سلواغې لومړۍ) سپینې ماڼۍ ته د تګ سره سم د کډوالۍ، سرحدي امنیت، نړیوالو ادارو او تړونونو کې د امریکا ګډون او یو شمیر نور نړیوالو او داخلي مسایلو په هکله اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل.
ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په خپله وینا کې یې داسې ټکي یاد کړل چې د خپلې ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې به یې پلي کړي.
ډانلډ ټرمپ به د جنوري په شلمه نیته د لوړي تر مراسمو وروسته د متحده ایالتونو اوه څلویښتم ولسمشر شي. دا واک ته په تاریخي شکل د داسې یوه کس راستنیدل دي چې په نهو کلونو کې یې په یوه ویشل شوي هیواد کې جمهوري غوښتونکی ګوند بیا سره راجوړ کړ.
نور پورته کول