له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي، چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو او له مخدراتو سره د اغیزمنې مبارزېلپاره دغه وزارت په خپلو پالیسیو او ستراتیژیو له سره غور پیل کړی دی.
د بلخ ولایت چارواکي وايي، چې وسلهوالو طالبانو تیره شپه د دغه ولایت د شولګرې ولسوالۍ په 'نو قشلاق بزبای' سیمه کې ۱۷ ولسي پاڅونکوونکي په ډزو وژلي دي.
په کابل کې د انټرکانټیننټل په هوټل باندې برید ۱۲ ساعته وروسته ختم شو. ۱۴ بهرنیان او څلور افغانان په کې وژل شوي. طالبان وايي دوی کړی دی.
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د افغان رسنیو د فعالینو او د بیان د آزادۍ د قُربانیانو په یاد په کابل ښار کې د یو څلي جوړولو د بنسټ ډبره کيښوده.
د بدخشان ولایت سیمهییز چارواکي وايي، چې له ازبکستان، تاجکستان او پاکستان څخه راغلو لسګونو جنګیالیو د دغه ولایت امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.
د افغانستان د سولې عالي شورا په ترکیې کې د سولې په تړاو جوړې شوې غونډې ته په غبرګون وايي، چې له وسلهوالو مخالفینو سره غیررسمي تماسونه جریان لري.
په کابل ښار کې د معتادینو د راټولو د پروګرام په لړ کې افغان حکومت د دوشنبې په ورځ د دغه ښار د کارته نو د سیمې له لومړي سړک او د نادرخان غونډۍ له شاوخوا دوه سوه معتادین راټول او د درملنې لپاره یې د امید روغتیايي مرکز ته انتقال کړل.
د افغان چارواکو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ترمنځ د لیدنې پر مهال پر سیمهییزو همکاریو او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره په پاکستان باندې د 'فشار پر زیاتولو' ټینګار شوی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو جیګپوړی پلاوی د افغانستان د عمومي وضعیت د ارزونې لپاره په یو رسمي سفر پلازمینې کابل ته رسیدلی دی.
د افغانستان د کرکټ نولس کلنې لوبډلې د ۲۰۱۸ کرکټ نړیوال جام په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، ۲۰۱۷ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی کال و چې په کې ٢٠ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ووژل شول.
غزني کې سیمهییز چارواکي وايي، یو شمیر نقاب اغوستونکي، چې ځانونه د داعش ډلې غړي بولي، د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره همکاري و نه کړي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، هغه کسان چې د پولیسو په لیکو کې په واسطو او بډو مقرر شوي یا یې غلا کړې او یا له سنګره تښتیدلي دي.
د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د بریښنايي تذکرو د ویش بهیر له ځنډولو څخه په ملاتړ وايي، لا هم د بریښنايي تذکرو د ویشلو چارې جدي بحثونه لري.
افغان حکومت د سوریې په جګړه کې د دوه زره افغانانو د وژل کیدو په غبرګون وايي، چې د نورو هیوادونو د اهدافو لپاره باید د افغانانو وینه تویه نشي.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، افغانان په اساسي قانون باندې د ولاړ سیاسي نظام غوښتونکي دي او هیڅ ځواک نشي کولی، چې ملي هدف ته د رسیدو په لار کې د دغه هیواد مخه ونیسي.
د افغانستان د اسلامي حزب ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې ګوند یې د سولې خبرو ته د وسلهوالو طالبانو د هڅولو په موخه له دغې ډلې سره پراخې اړیکې لري.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په پام کې لري چې د افغانستان د ولایتونو ټول اوسیدونکي د یوې سرتاسري شبکې له لارې متوازنې بریښنا ته لاسری ومومي.
د هلمند ولایت د پوهنې د وضعیت په اړه د ودان افغانستان په نوم د یو ګوند تازه تحقیقي رپوټ ښيي، چې په لښکرګاه ښار کې نږدې ۵۰ فیصده زدهکوونکي، له کتابونو څخه بېبرخې دي او د خپلو ښوونځیو کتابونه له بازار څخه د پيسو په بدل کې پیري.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر یا سیګار په یو تازه رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د مخدراتو د غیر قانوني اقتصاد کچه، نږدې دوه برابره لوړ شوې ده.
نور پورته کول