ولسمشر غني ایران ته په خپل سفر کې له ایراني چارواکو سره د نشهيي توکو په وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې هوکړه کړې ده.
افغانستان او ایران د بهرنیو چارو او لوړو زده کړو د وزارتونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په برخو کې دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.
ولسي جرګې نن شپاړلس نوماند وزیرانو ته،چې دوه اونۍ مخکې د ولسمشر لخوا دغې جرګې ته معرفي شوي وو، د باور رایه ورکړه او هغوی یې تائید کړل.
د کابل - سروبي سړک، چې د افغان دولت لخوا د ۱۷ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړیږي، ۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري.
د ولسي جرگې استجوابیه غونډې ته افغان امنیتي چارواکو وویل چې د افغانستان ۱۱ ولایتونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي ځواکونه د ترهګرو په وړاندې په ۱۲عملیاتو کې ښکیل دي چې په ترڅ کې یې هغوی ته درانه تلفات اړولي دي.
انوارالحق احدي وایي چې که څه هم افغان ملت ګوند د ولسمشر غني د حکومت نه ملاتړ کوي خو دی دا ګڼي چې خلک ددغه حکومت د کړنو نه راضي نه دي.
اجرائیه رئیس عبدالله، نن په کابل کې د هغو معترضینو له خیمې څخه لیدنه وکړه چې په زابل کې د ٣١ یرغمل شویو مسافرو د خلاصون هڅه کوي.
د لوجیستیکي قراردادونو د څیړلو پلاوی وايي، د افغانستان د دفاع وزارت د تیلو په قراردادونو کې د دغه وزارت یو شمیر لوړپوړي چارواکي ښکیل دي.
عبدالله عبدالله وایي د اجرائیه ریاست څوکۍ د ټاکنیز کړکیچ د ختمولو لپاره د یوې سیاسي موافقې په پایله کې رامنځ ته شوه.
د افغانستان د اراضي د ادارې چارواکي وايي، د نږدې ۱۶زرو کسانو نومونه یې چې د ځمکو په غصب تورن دي جمهوري ریاست او پارلمان ته استولي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د فرخندې د وژلو د قضیې په تړاو یې د ۱۳ پولیسو دندې ځنډولې او ۱۱ نور مشکوک کسان یې نیولي دي.
نن د ۱۳۹۴ کال لومړۍ ورځ د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې ورکې په زرګونو کسانو برخه لرله ولمانځل شوه.
ولسمشرغني وایي، هیڅوک نه شي کولای چې په خپل سر له ځانه قاضي جوړ کړي او هغه هم د زور زیاتې له لارې په فجیع ډول وګړو ته سزا ورکړي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په کابل کې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره په رسمي توګه د نوي تعلیمي کال د پيلیدو اعلان وکړ.
په هلمند کې نن شاوخوا یولس بجې له چاودیدونکو توکو یو ډک مازدا موټر د ولایت د ودانۍ مخ ته وچول شو.
د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي په نشو د روږدو افغانانو په شمېر کې پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
بلخي وايي، له پاکستان سره هوکړې ته رسیدلي چې له ۲۰۱۵ کال څخه وروسته په پاکتسان کې د میشتو افغان کډوالو د پاتې کیدو موده بیا وغځوي.
د جرایمو، مُسکراتو او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې ځانگړی مرکز په ١٣٩٣ کال کې د ٩ سترو نړیوالو قاچاقوړونکو د نیولو خبر ورکوي.
د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار په ننني ځانمرګي برید کې دوه کسان وژل شوي چې یو یې ملکي افغان او بل یي یو ترکي عسکر دی.
نور پورته کول