امریکايي څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰ (لړم۳۰) د هند لوی صنعتکار او میلیاردر ګواتم اداني د سلګونو میلیونو ډالرو په بډې ورکولو او له پانګوالو څخه د تادیاتو د پټولو په قضیې کې تورن کړی.
د چین دولتي رسنۍ سینهوا راپور ورکړی دی چې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۰ لړم۳۰) د چین ولسمشر شي جینپینګ په غزې کې د جګړې بندېدو او اوربند غږ کړی دی.
د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په بنو کې په یو ځانمرګي برید کې ۱۲ سرتیري وژل شوي او په همدې سیمه کې په یوه نښته کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي.
د روسیې پوځ نن سه شنبه نومبر ۱۹ (لړم ۲۹) وویل چې اوکراین د بریانسک په سرحدي سیمې کې د دوی په یو پوځي مرکز باندې د متحدو ایالتونو د اوږد واټن وېشتونکي میزایل توغولي دي.
د جرمني حکومت د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم۲۸) وویل چې د مصنوعي ځېرکتیا په مرسته رهبري کېدونکي ۴۰۰۰ بې پیلوټه الوتکې اوکراین ته ورکوي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل چې د ماموریت موده یې پای ته رسیږي، ویلي چې په منځني ختیځ کې د روان وضعیت د بیانولو لپاره "نور الفاظ" نلري.
په نړۍ کې د کاتولیک مسیحيانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس په لومړي ځل په غزې کې د اسرائيل په بریدونو کې د «نسل وژنې» د دوامداره ادعا په اړه د نورو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تهران کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ته ویلي چې هېواد به یې د "ډار" لاندې مذاکره ونکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان په تازه راپور کې ویلي چې په غزه کې د اسرائیل له لورې خلکو ته د تخلیې مکرر امرونه د "جبري انتقال جنګي جنایت " او د فلسطیني خاورې په ځینو برخو کې د "توکم پاکولو" په معنا دي.
د اسرائيل پوځ وايي د چهارشبنې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم۲۳) له لبنان سره سرحد ته نژدې د حزب الله ډلې په ضد په ځمکنیو عملیاتو کې یې شپږ سرتېري وژل شوي دي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز وايي په امریکا کې د منتخب ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته له واشنګټن سره ژورې اړیکې پالي او د جګړه ځپلي اوکراین ملاتړ ته به دوام ورکوي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر اسرائیل غږ کړی چې د غزې په تړانګه کې په جګړه کې "ریښتینې او اوږدمهاله وقفه" پلې کړي ترڅو دغې تړانګې ته اړینې بشري مرستې ورسیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د متحده ایالاتو په ټاکنو کې د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له ټاکل کیدو یوه اونۍ وروسته وویل چې له واشنګټن سره د اختلافاتو د حل کولو لپاره د خبرو لارې اوس هم پرانیستي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ نن سه شنبه نومبر ۱۲ (لړم۲۲) وویل چې د کرکټ له نړیوالې شورا (آی سي سي) څخه یې وضاحت غوښتی چې ولې هند نه غواړي د چمپین ټرافي سیالیو لپاره خپله لوبډله پاکستان ته واستوي.
د چاد پوځ نن دوشنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۱) وویل چې د بوکو حرام اورپکو د پوځ په یو مرکز برید کړی چې په کې ۱۷ سرتېري او ۹۶ اورپکي وژل شوي دي.
د پاکستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم۲۰) وویل چې د هند کرکټ بورډ نه غواړي د چمپین ټرافي سیالیو لپاره خپله لوبدله پاکستان ته واستوي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وايي چې تېره شپه جنګي الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو د وسلو زیرمې په نښه کړې دي.
د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) د ایران د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د سعودي عربستان د پوځ مشر تهران ته ځي.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیس د پنجشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم۱۷) وویل چې نوی قانون به تصویب کوي چې د ۱۶ کلونو څخه په کم عمر ماشومانو باندې د ټولنیزو رسنیو کارول بند شي.
نور پورته کول