په روسیې کې مقاماتو د یکشنبې په ورځ سپتمبر لومړۍ (سنبله ۱۱) وویل چې د دغه هېواد د لیري ختیځ د کامچاتکا په جزیرې کې یوه څرخي الوتکه غورځېدلې ده او تر دې دمه د ۱۷ کسانو مړي موندل شوي. په الوتکې کې ۲۲ تنه سپاره وو.
هاندوراس د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۸ (سنبله اومه) وویل چې له متحدو ایالتونو سره د استرداد هغه تړون لغوه کوي، چې د نشه يي توکو قاچاق کوونکو د استرداد او زنداني کولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
د ملګرو ملتونو یوې ادارې د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي څلورم) وویل چې په یمن کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۳کسان وژل شوي او ۱۴ نور ورک دي.
په پاکستان کې مقامات او د روغتون مسئولین وايي چې د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ (سنبله څلورمه) په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۳۵ تنه مړه شوي چې ۱۲ یې ایران ته تلونکي زیارت کونکي دي.
د بنګله دېش موقت حکومت د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۲(سنبله لومړۍ) اعلان وکړ چې دغه هېواد د مخکنۍ صدراعظمې شیخ حسیني دپلوماتیک پاسپورت یې لغوه کړی دی.
د ایران رسنیو د یو لوړ پوړي مقام له خولې راپور ورکړی دی چې پلټنو ښودلې ده چې د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رئیسي څرخي الوتکه د خراب موسم او ډېر وزن له کبله غورځېدلې ده.
د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) خبر ورکړ چې د پخواني صدراعظم عمران خان د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) رئیس متقاعد جنرال فیض حمید یې نیولی دی.
چارواکي: زرګونه اوکرایني سرتېري 'د روسیې د بېثباتۍ' لپاره یرغل ته تیار دي
اروپايي ټولنې، فرانسې او بریتانیا د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه (زمری۱۷) د اسرائیل د ښی اړخ افراطي وزیر هغه څرګندونې وغندلې دې چې وايي د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د غزې د دوه میلیون خلکو وږي ساتل «اخلاقي او موجه» کار دی.
سپینې ماڼۍ د چهارشنبي په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۷) ټینګار وکړ چې اسرائیل او حماس د اوربند یو تړون ته نږدې دي، که څه هم د حماس ډلې د سیاسي مشر له وژل کېدو وروسته په سیمه کې د پراخې جګړې د پیل کېدو اندېښنې زیاتې شوي دي.
د فلیپین سره ددغه هېواد په ساحل کې د متحده ایالاتو، کاناډا او استرالیا دوه ورځني هوايي او سمندري پوځي تمرینات د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه (زمري ۱۷) پیل شول.
له هغه وروسته چې د بنګله دېش صدراعظمې شیخ حسینې استعفا وکړه، له هېواد څخه ووتله او مظاهره چیان یې په کور ورننوتل، د هغې پخوانۍ سیاسي غلیمه خالده ضیاء ازاده شوه.
د ډبي په نوم سمندري توپان د متحده ایالاتو په جنوبي ایالت فلوریډا کې د سیلابونو او شدید باران سبب شوی او لږ تر لږه پنځه کسان پکې مړه شوي دي.
د ټیک ټاک او اروپايي اتحادیې چارواکي وايي چې دغه ټولنیزې شبکې د ویډیوګانو د کتلو او خوښولو په بدل کې د جایزو ورکولو پروګرام له منځه وړی دی.
د بنګله دېش د پوځ مشر وقار زمان د دوشنبې په ورځ اګست پنځمه (زمري ۱۵) وویل چې د صدراعظمې شیخ حسینې له استعفا وروسته "یو موقت حکومت" جوړي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۲) وویل، په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د ساتنې او د اسرائیل د دفاع سره د مرستې په برخه کې د خپلو دفاعي وړتیاوو د لوړولو پلان لري.
سینګاپور د جمعې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۲) د مخدره موادو په قاچاق محکوم شوی یو کس په دار وځړاوه.
د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د اسرائیل پوځ ددغه فلسطیني وسله والې ډلې د یو بل لوړپوړي مشر د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
متحده عربي اماراتو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمری څلورمه) غږ وکړ، چې له جګړې وروسته غزه کې باید یو «موقت نړیوال ماموریت» پيل شي چې نظم رامنځ ته او بشري کړکیچ حل کړي.
نور پورته کول